کییف د ادیسې جنوبې بندر ته د ځانګړو ملي ځواکونو ډله استولې څو دغلته د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ پراخیدونکي جګړه پای ته ورسوي.
بل خوا راپورونه وايي، چې د ډونیڅک ښار هوايي ډګر تړل شوی دی. دا هوايي ډګر یوه ورځ وروسته له هغې تړل کیږي چې په ختیځ کې د اوکراین حکومتي ځواکونو په روسي پلوو یاغیانو عملیات وکړل چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کییف وايي، د ادیسې بندرته استول شوي ځانګړي ځواکونه به د هغو سیمه ییزو پولیسو ځای ونیسي چې د دې اونۍ په سرکې په ادیسه کې د روسي پلوو فعالانو په کنترولو کې پاتې راغلل.
د مې په دویمه نیټه په ادیسه کې د اوکراین د کړکیچ ترټولو خونړۍ شخړې رامنځ ته شوې چیرې چې د کییف د حکومت پلویانو د روس پلوو ډلو سره سختې نښتې وکړې.
کله چې روس پلوو د سوداګرۍ د اتحادیې ودانۍ ته وتښتیدل، ودانې اور واخیست او په کې لسګونه کسان ووژل شول.
ادیسه ته د اوکراین ځانګړې ځواکونه په داسې حال کې استول کیږي چې د دوشنیې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو یاغیانو سره په نښته کې څلور اوکرایني سرتیري وژل شوي او حکومت درییمه هیلوکوپټره هم د روس پلوو له خوا نسکوره شوې ده.
روس پلوي یاغیان وايي، د دوی شل تنه وسلوال د سلویانسک د ښار په شااوخوا کې د دوشنبې د ورځې په جګړه کې وژل شوې دي.
خو اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف د سې شنبې په ورځ وویل، چې دیرش تنه روس پلوي یاغیان په دې جګړه کې وژل شوې دي.
ارسین اواکوف تردې مخکې د دوشنبې په ورځ په سلویانسک کې د اوکرایني سرتیرو سره د لیدنې پرمهال خبریالانو ته وویل، زموږ او زموږ د خاورې پرضد جګړه روانه ده:
″زموږ او زموږ د خاورې خلاف جګړه روانه ده. زموږ پښې او لاسونه د شا او خوا ملګي وګړو د زیانمنیدو خطر تړلي دي.
یو څه یې زموږ ملاتړ کوي، نور یې نه کوي. یو څوک د روسې ژبې ملاتړ کوي، نور یې نه کوي.
دا یو هم مهم نه دی. اوکرایني سرتیري پر ملکیانو ډزې نه شي کولای. دا زموږ محدودیت دی چې زموږ دښمنان ترې بشپړه ګټه اخلي.
زموږ دښمن د ملکیانو تر شاپټیږي او له هغه ځایه پر موږ ډزې کوي. لنډه دا چې دلته دا زموږ لپاره لویه ستونزه ده.″
اوکراین روسیه تورنوي چې د دې هېواد په ختیځ کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، خو مسکو دا تورونه رد کړي. په عین حال کې روسیې د اوکرایین پر حکومت غږ کړی دی چې د اوکراین په ختیځ کې پوځي عملیات بند کړي او د شخړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، په هغو ښارونو کې چې د روسي پلوو یاغیانو خلاف د کییف حکومت پوځي عملیات پیل کړي بشري وضیعت کړکیچن دی.
له بلې خوا د اوکراین پارلمان د دې هېواد په ختیځ کې د زیاتیدونکي کړکیچ په اړه بیړنۍ غونډه کوي.
اخوا، د سې شنبې په ورځ په ختیځ ناارامه ډونیڅک ښار کې هوايي ډګر تړل شوی دی. د ډونیڅیک د هوايي ډګر په ویب پاڼه کې په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي:
د حکومت د حکم سره سم دې هوايي ډکر کې د الوتکو کیناستل او ترې الوتل ځنډیدلي دي.
د اوکراین حکومت د ډونیڅک د هوايي ډګر د تړل کیدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د دې هوايي ډګر ویاندې ویلي هیڅ معلومات نه لري چې د دې هوايي ډګر تړل کیدل به څومره دوام وکړي.