د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

په ميدان وردګو کې ايټالوي کان پلټونکي نيول شوي


د ميدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې دوه تنه ايټالويان او د هغوی افغان ملګري نيولي دي دي. دوی وايي دغه کسان د کانونو په مالومولو او کيندلو پسې راغلي وو او کوم قانوني اسناد يې هم نه درلودل.

دغه دوه ايټالويان او درې تنه د هغوی افغان ملګري تېره شپه د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

نيولو شويو کسانو په لومړنيو پلټنو کې چارواکيو ته ويلي دي چې دوی د مرمرو د ډبرو کاروبار کوي او جلرېز ته د دغو ډبرو د کانونو د مالومولو په موخه راغلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، له نيولو شويو دوو تنو ايټالويانو سره يوازې پاسپورټونه شته، خو نور ورسره هيڅ قانوني اسناد نشته چې ګواکې دوی ته دې د کانونو وزارت د کانونو د پلټلو اجازه ورکړې وي.

دی وايي، دغو کسانو د ميدان وردګو د کانونو رياست هم پر ځان نه دی خبر کړی.

د خوګياڼي په خبره، په نيول شويو کسانو کې دوه ايټالويان، يو د هغوی افغان ژباړن، يو يې افغان موټر چلوونکی او يو يې هم يو بل افغان ملګری دی:

"دوی تېر ماښام په جلرېزي کې نيول شوي دي، چې پوښتنې ورڅخه شوې دي، نو ويلي يې دي چې د مرومرو د ډبرو د کانونو کتلو ته راغلي دي، خو له دوو پاسپورټونو پرته ورسره نور هيڅ قانوني اسناد نشته چې دوی ته يې په اساس د کانونو د ليدلو او پلټلو اجازه ورکول شوي وي. له نيول شويو کسانو څخه اوس هم پلټنې روانې دي، وروسته به مالومه شي چې څوک دي او ولې راغلي دي."

د ميدان وردګو د کانونو رئيس فضل باري خان هم وايي، نيول شويو کسانو نه له دوی سره او نه هم د کانونو له وزارت سره اړيکه نيولې وه، بلکې په خپل سر په ناقانونه توګه جلرېز ته تللي وو.

دی وايي، نيول شوي کسان دا مهال په جلرېز کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي:

"ما د کانونو له وزارت څخه هم پوښتنه وکړه چې دغو کسانو دوی ته څه ويلي که نه، خو هغوی وايي، موږ يې هم نه يو خبر کړي او دغه کسانو په ناقانونه توګه سيمې ته تللي دي."

ميدان وردګ ټول ټال دودېرش کانونه لري، چې زيات يې د کرومايټ او د مرورو د ډبرو کانونه دي.

تردې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي وو چې ګواکې د دغه ولايت له ډېرو کانونو څخه ناقانونه وسله وال قيمتي ډبرې راوباسي او بيا يې پاکستان ته په قاچاق وړي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG