د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

په غزني کې شپږدېرش تنه وسله وال مړه او ټپيان شول


د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د طالب وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې؛ تر اوسه پورې په کې شپږ دېرش تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عمليات د ګيلان ولسوالۍ په پردل سيمه کې له تېرو اوونۍ راهيسې پيل شوي دي چې؛ په کې تر اوسه پورې درويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ديارلس نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، له وسله والو څخه يې د سيمې د پاکولو په موخه دغه عمليات پيل کړي دي او تر هغه وخته به روان وي چې؛ سيمه په بشپړه توګه ورڅخه پاکه شوې نه وي.

په غزني کې د ملي اردو د تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي؛ په پردل سيمه کې له پرون راهيسې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښتې روانې دي؛ چې په کې تر اوسه پورې درويشت تنه وسله وال وژل دي.

دی وايي، په عملياتو کې يې له وسله والو څخه وسلې، چاودېدونکي مواد او موټر سايکلونه هم نيولي دي.

د ده په خبره، په وژل شويو وسله والو کې د طالبانو ځينې قومندانان هم شامل دي.

"د ګيلان په پردل کې له تېرو څو ورځو راهيسې عمليات روان دي چې؛ په کې تر اوسه پورې درويشت تنه وژل شوي او ديارلس نور ټپيان شوي دي. زموږ غاړې ته کومه مرګ ژوبله نه ده ده اوښتې، خو له دوی څخه مو ځينې مهمات او موټرسايکلونو نيولي دي."

د سلطاني په خبره، تر اوسه پورې په دغو عملياتو کې د ملي اردو سرتېرو ته کوم ځاني نه دی اوښتی.

طالب وسله والو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پنځه ورځې وړاندې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې هم له سرتېرو سره د يوې نښتې پر مهال اووه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل وو.
XS
SM
MD
LG