د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

وسله والو د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد کې ٢ کسان ووژل


وسله والو يو ځل بيا د پېښور_ تورخم پر لويه لار په خيبر ايجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي کاروان وسله وال بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د کاروان ډېرى موټرو ته زيان اړولى دى.

د خيبر ايجنسۍ د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ سهار د پېښور_تورخم پر لويه لار د خيبر ايجنسۍ په وزير ډهنډ سيمه کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان وسله وال بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ٢ کسان ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.

د چارواکيو په وينا، لسګونو وسله والو د ناټو پر کاروان هغه مهال بريد وکړ، چې دا کاروان له وزير ډهنډ څخه د تيرېدو په حال کې و. دوى وايي، چې د بريد له امله د ناټو درېو موټرو اور هم اخيستى دى.

د يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، د وسله والو تر بريد وروسته پاکستاني سرتېرو سيمه محاصره کړه او تلاشي عمليات يې هم پيل کړل.

يوه سيمه ييز خبريال امير زاده چې پېښه يې له نيزدې څارلې ازادي راډيو ته وويل:

" وسله والو سهار د ناټو پر کنټينرونو حمله وکړه، چې پکې ٢ ډريوران ځاى پر ځاى مړه شول او ٣ نور ټپيان شول او ٢ نور ډريوران ورک شوي دي، چې تر دې دمه لا معلومه نه ده، چې دوى تښتېدلي دي او يا وسله والو له ځان سره وړي دي؟. وسله والو چې په وړې او غټې وسلې سمبال وو، تر حملې وروسته د ناټو درېو کنټيرونو ته اور هم واچاوه."

نوموړى همداراز وايي، چې تر بريد وروسته د پېښور_ تورخم لويه لار نزدې ٢ ساعته د مسافرو پرمخ تړل شوې وه، چې بيا وروسته بېرته پرانېستل شوه.

د پېښور_ تورخم لويه لار په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لپاره د اکمال تر ټولو مهمه لار ده، چې د خيبر درې پر سينه تيرېږي او وخت ناوخته پکې د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريدونه هم کېږي.

دا لار د روان کال د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه يو ځل بيا د ناټو د اکمالاتي کاروان پرمخ پرانېستل شوې ده.

تر دې مخکې دا لاره د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له خوا په تېر ٢٠١٣م کال کې تر هغې وروسته وتړل شوه، چې د همدې کال د نومبر په لومړۍ نېټه د افغاسنتان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو پخوانى مشر حکيم الله مسود ووژل شو.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې د ناټو پر اکمالاتي کاروان د ننني د بريد په اړه د خيبر ايجنسۍ د سيمه ييزو امنيتي چارواکيو نظر معلوم کړي، خو پر بيا بيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د يادونې وړ ده، چې دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې د تيرې مياشت په ١٤مه نېټه هم د خيبر ايجنسۍ په سور کمر نومي سيمه کې د ناټو پر اکمالاتي کاروان راکټي بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې ٢ کسان وژل شوي وو.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG