د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

ځینو هېوادونو د بدخشان له مصیبت ځپلو سره د مرستو اعلان کړی


پرون د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د طبیعي فاجعې د قربانیانو لپاره د ملي ماتم ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېده چې؛ د نړۍ ځینو هېوادونو او موسسو له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په بدخشان کې د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې د مالي او ځاني تلفاتو له کبله له ولسمشر حامدکرزي سره خپله همدردي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ولسمشر اوباما تېر ماښام په ټلیفوني خبرو کې ښاغلي کرزي ته وویل چې؛ متحدایالات د دې پېښې له مصیبت ځپلو سره هرراز همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دې پېښې له مصیبت ځپلو سره د مرستو امر کړی چې؛ خواړه، د څښلو اوبه، خیمې او د اړتیا وړ نور شیان په کې دي.

آذربایجان هم افغانستان ته بشري مرستې واستولې؛ د آذربایجان د ملکي دفاعي ځواکونو قوماندان الهام عبدالله یوف په کابل کې وویل چې؛ دا مرستې به د هوا له لارې له باکو څخه کابل ته ورسېږي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د یکشنبې ورځې په مراسمو کې په واتیکان کې د دې ناورین قربانیانو ته دعا وکړه:

"موږ هغو خلکو ته دعا کوو چې؛ د افغانستان په یو کلي کې د ځمکې د ښویېدو له کبله مړه شول. لویه خدایه چې د هر یو په نوم پوهېږي دوی ټول په خپل رحمت کې شامل کړه او پاتې کسانو ته یې قدرت ورکړه چې؛ د هغو کسانو په ملاتړ چې له دوی سره غمشریکي کوي؛ ژوند ته دوام ورکړي."

د مهاجرت د نړېوال سازمان IOM یوه ویاند مټ ګرېدون Matt Graydon وویل چې؛ دوی به سیمې ته د سولر څراغونو، بړستنو او کوچنيو استوګنځيو مرستې ورسوي. نوموړي سیمې ته له سفر وروسته وویل چې؛ ځینې مصیبت ځپلي نورو کلیو ته د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي دي؛ خو ځینې بې اسرې پاتې دي.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په آب باریک او شاوخوا کلیو کې د ځمکې د ښویېدو پېښې سلګونه کسان ووژل او لږترلږه اوه سوه کورنۍ یې له خپلو کورونو وتلو ته اړې کړې.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره وایي؛ د مصیبت ځپلو کورنیو شمېر ښايي شاوخوا زرو ته ورسېږي په داسې حال کې چې درې سوه کورونه ګردسره له مینځه تللي دي.

پرون په مرستو کاروانونه سیمې ته ورسېدل. خیمې، خوراکي مواد، بېړني صحي خدمات او له هغو ماشومانو سره مرستې چې کورنۍ یې له مینځه تللي دي؛ په داسې حال کې استول شوي چې؛ د سیمې اوسېدونکو له وېرې یوه بله شپه هم بهر تېره کړه.
XS
SM
MD
LG