د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

ګل اغا شېرزي له ډاکټر عبداله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


مخکې له دې چې د روانې میاشتې په څلورویشتمه نیټه د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شي؛ د دویم احتمالي دور انتخاباتو لپاره ایتلافونه په جوړیدو دي.

د شنبې په ورځ په کابل کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړي دور یوه کاندید محمد شفیق ګل اغاشیرزی د ابتدايي نتایجو له مخکښ کاندید ډاکټرعبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ:

"زه د خپل ټیم په نمایندګي د ډاکټر صاحب عبدالله د ټیم سره صرف او صرف د دې په خاطر یوځای شوي یو چې؛ موږ په افغانستان کې امنیت راولو؛ په افغانستان کې یوه ښه حکومتداري راولو په افغانستان کې د قانون حاکمیت راولو؛ په افغانستان کې یو ښایسته حکومت جوړ کړو؛ کار اهل کار ته وسپارو او د روابطو پر ځای ضوابط حاکم کړو."


ښاغلي عبدالله له ګل اغاشیرزي څخه مننه وکړه چې؛ له هغه څخه یې ملاتړ وښود او ویې ویل، که انتخابات دویم دور ته ولاړ شي او که نه دا ټیمونه به د افغانستان د پرمختګ لپاره خپل کوښښونه جاري ساتي.

ګل اغا شیرزی د انتخاباتو په ابتدايي نتایجو کې یو اعشاریه شپږ فیصده رایې ګټلې دي.
له بلې خوا د ډاکټرعبدالله ټیم وايي؛ له نورو کاندیدانو په خاصه توګه له زلمي رسول او عبدرب رسول سیاف سره هم خبرې روانې دي؛ څو له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړي.

د جمهوري ریاست د ابتدايي نتایجو د دویم مخکښ کاندید ډاکټراشرف غني احمدزی ټیم هم وايي چې؛ د لومړي دور له نورو کاندیدانو سره یې خبرې روانې دي.

د ښاغلي احمدزي د ټیم ویاند محمد ظاهر زهیر ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"موږ له ټولو هغو کاندیدانو سره چې په لومړي دور کې یې کمي رایې ګټلي دي؛ په خبرو بوخت یو. هیله من یو چې په راتلونکو ورځو کې د دې شاهد واوسو چې؛ هغوی له تحول او تداوم ټیم څخه حمایت وکړي.

له شپږو واړو ټیمونو سره خبرې روانې دي؛ په راتلونکو ورځو کې به یې نتیجه روښانه شي."


د ابتدايي نتایجو له مخې د څلورم مقام ګټونکي کاندید استادعبدرب رسول سیاف ټیم وايي چې؛ له دواړو مخکښو کاندیدانو سره یې خبرې روانې دي؛ خو تراوسه یې له هیڅ یوه کاندید ملاتړ نه دی کړی.

د دې ټیم ویاند فهیم کوهدامني ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"زموږ مذاکرات له دواړو ټیمونو سره جریان لري. یعنې دواړه ټیمونه غواړي چې، موږ له هغوی څخه حمایت وکړو. هم ډاکټرصاحب اشرف غني راغلی استاد ته او هم ډاکټر صاحب عبدالله. خو تر اوسه یوه ټیم هم زموږ رسمي حمایت نه دی ترلاسه کړی.

استاد سیاف له خپل ټیم سره مشوره کوي؛ هره مشوره چې یې ټیم ورکړه استاد له هماغه نوماند څخه بیا حمایت کوي."


د افغانستان د جمهوري ریاست ابتدايي نتایج د روانې میاشتې په شپږمه نیټه اعلان شول چې؛ له مخې یې عبدالله عبدالله څلورڅلویښت او اشرف غني احمدزي یو دېرش فیصده رایې ګټلي دي.

سیاسي کارپوهان بیا همدغو نتایجو ته په کتو وايي؛ چې څه باندې اویا په سلو کې رایې دوو مخکښو کاندیدانو خپلې کړي نو د دویم دور لپاره اییتلافونه به کومه خاصه عملي نتیجه ورنه کړي.

د سیاسي چارو یو کارپوه حاجي سید داوود وايي چې؛ له مخکښو کاندیدانو سره د پاتې شپږو کاندیدانو یوځای کېدل یواځې روانې تاثیر لرلای شي.

تمه ده د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج د ثور په څلورویشتمه اعلان شي؛ خو لکه څنګه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ په ډېر احتمال سره به هیڅ کوم کاندید پنځوس جمع یو رایې ونه ګټي او انتخابات به په دوهم دور کې ترسره شي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG