د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

فویلې: د پوتین پربیانونو زموږ ناسم پوهاوي د اوکراین په شخړو کې مرسته وکړه


د اروپایي اتحادیي د پراختیا کمشنر سټیفان فویلې Stefan Fuele وایي؛ دغې اتحادیې د اکراین په روانې شخړه کې ځکه مرسته کړې چې؛ د شوروي اتحاد د وران په اړه د روسیې د جمهور رییس ولادمیر په تیرو بیانونو یې سر نه و خلاص شوی.

د اروپایي اتحادیې د پراختیا کمشنر ښاغلي سټیفن فویلې آزادي راډیو سره مرکه کې وویل؛ موږ د جمهور رییس پوتین هغو پیغامونو ته چې ویل یې؛ په شلمې پيړۍ کې د شوروي اتحاد ړنګېدل یو ستر مصیبت و؛ جدي پام نه و کړی:

"موږ په کومه برخه کې ناکامه شوي یو؟ ممکن په هغه ځای کې چې څو کاله وړاندې مو د همدغه جمهور رییس ولادمیر پوتین هغه پیغامونه جدي ونه ګڼل چې ویل یې په شلمې پیړۍ کې د شوروي اتحاد ړنګېدل یو ستر مصیبت و.

زموږ نیمایي شمېر کسانو هغه مهال خندل او زموږ نیمایي کسان نه پوهیدل چې د پوتین مقصد څه دی. په بخاریست کې په ۲۰۰۸م کال کې د ناټو – روسیې په غونډه کې زه له جمهور رییس پوتین سره په یوه خونه کې ناست وم؛ ویي ویل، اکراین یو مصنوعي هیواد دی. بیاهم وایم چې نیمایي کسانو وخندل او نیمایي نور حاضر کسان ونه پوهیدل. اوس موږ پوهیږو او نور نه خاندو."

په تېرو څو میاشتو کې ولیدل شول چې؛ روسیې د اکراین کریمیا ټاپووزمه اشغال کړه او د دې هېواد په ختیځ کې یې روس پلوي بیلتون غوښتونکي اکراینیان په وسلو سمبال کړل. په شخړو کې زیات شمېر کسان وژل شوي دي.

د می په دوهمه د جمعې په ورځ، په ختیځ ښار سلوویانسک کې په تازه شخړو کې لږ ترلږه درې کسان مړه او زیات شمېر ټپیان شول. په وژل شویو کې دوه تنه اکرایني پیلوټان دي چې؛ هلیکوپټر الوتکه یې د بیلتون غوښتونکو له خوا راوغورځول شوه.

د اروپایي اتحادیې کمشنر چې د چک جمهوریت تبعه دی او هېواد یې په روانې اوونۍ کې؛ په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب لسمه کلیزه ولمانځله؛ وایي چې، بروکسیل ونشو کړای روسیه قانع کړي له اروپا سره اړیکې یې د دواړو اړخونو په ګټه دي.

د اروپایي اتحادیي د پراختیا کمشنر دغه راز اندیښنه څرګنده کړه چې؛ مسکو د بوډاپست د ۱۹۹۴م کال تفاهم لیک په ګډون چې د اکراین د ځمکنې تمامیت ډاډ ورکوي؛ د جینوا د تېرې میاشتې له تړون څخه چې په اکراین کې د شخړو د مخنیوي غوښتنه کوي؛ سرغړونه کړې ده.

ښاغلي فویلې زیاته کړه، له دوهم نړیوال جنګ راهیسې د اروپا لپاره تر ټولو خواشینونکې خبره دا ده چې؛ د هلسنکې د ۱۹۷۵م کال تړون په څېر نړېوال تړونونه چې د هېوادونو د ځمکني تمامیت او نه مداخلې ملاتړ کوي؛ له دې وروسته هیڅ اهمیت نه لري.

له بلي خوا، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل؛ امریکا او جرمني د اکراین پر وړاندې د روسیې د عمل په مقابل کې په مسکو باندې سختو بندیزونو لګولو ته ژمن دي.

ده وویل، په دي بندیزونو کې په ډیپلوماټیک او اقتصادي ډګرونو کې د روسیې ګوښه کول هم شامل دي.

د امریکا جمهور رییس دغه راز وویل؛ جرمني او امریکا د ناټو د غړیو هېوادونو د ساتنې او دفاع په اړه د دې سازمان پنځمې مادې ته متعهد دي.

جمهور رییس اوباما وویل، د اکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکي په وسلو ښه سمبال دي او له روسیې نه په مستقیم ډول مرستې تر لاسه کوي.
XS
SM
MD
LG