د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۰

بدخشان: د ژغورنې چارې روانې دي


د افغانستان په شمالې ولایتونو کې په دې وروستیو کې د سختو بارانونو له امله سیلاوونه راوتلې او په زرګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او دغه راز یې مالي تاوانونه هم وراړولي دي.

د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د "آب باریک" کلی د سیلاوونو او ځمکي ښویېدو له امله سخت وځپل شو او د بدخشان د والي په وینا، شاوخوا دوه زره کسان ممکن تر خاور لاندې شوي وي.

په ځینو راپورونو کې د څلور سویو کسانو د مړینې خبر ورکړ شوی؛ خو د ژغورنې چارې روانې دي او د تلفاتو دقیق شمېر تر اوسه نه دی څرګند.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوین فروتن آزادي راډیو سره مرکه کې وویل:

"په خواشینۍ سره چې یوه ډېره غمجنه او دردوونکي حادثه ده چې؛ د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه. د دې ولسوالۍ په آب باریک کلي کې دا پېښه رامنځ ته شوې او په دغه کلي کې شاوخوا زرو کورنیو ژوند کاوه.

د سیمي د پیوستون د شوری او د طبیعي حوادثو پر ضد د مبارزې د ادارې د ارقامو له مخې؛ درې سوه کورونه له منځه تللي او که د کور پر سر په اوسط ډول ۷ کسان حساب کړو؛ ۲۱۰۰ کسان تري تم دي. د ژغورنې عمله په سیمه کې کار کوي. په سیمه کې له پاته کسانو سره د کمپلو، خیمو او خوراکي موادو مرسته شوي او له خاور څخه د مړیو د راایستلو کار روان دی."

کله چې له ښاغلي فروتن څخه د ژغورنې د چارو په اړه وپوښتتل شول؛ نوموړي په ځواب کې وویل:

"له نږدې کلیو څخه د سیمې خلکو، له مصیبت ځپلو سره مرستې ته ودانګل او دغه راز له طبیعي حوادثو سره د مبارزې ریاست د نورو ادارو په همغږۍ، بولډوزرونه او موټرونه په کار اچولي، خټې او خاورې پاکوي.

دوي هڅه کوي چې، مړي له خټو او خاور راوباسي. موږ هیله من یو چې له مرکز څخه ډېر ژر مرسته راورسیږي او داسې وسایل وي چې؛ مړي له خاور راوباسي. یو ستر غر را ښویېدلی."

د افغانستان د سیمه ییزو ادارو رییس ښاغلي الحاج عبدالخالق فراهي آزادي راډیو ته وویل چې؛ د مړیو دقیق شمېر تر اوسه نه دی معلوم؛ خو د جمهور رییس حامد کرزي په هدایت؛ د جمهور رییس د دوهم مرستیال او وزیرانو په ګډون، یو هیئت نن سیمې ته ځي؛ د ژغورنې او مرستې چارې به له نږدې وڅاري:

"د تلفاتو دقیق شمېر تر اوسه نه دی څرګند، خو موږ نن د جمهور رییس له دوهم مرستیال سره په ګډه بدخشان ولایت ته د سفر نیت لرو. مرستې مو پروګرام کې دي چې؛ هلته لاړ شو او له خلکو سره مرستې وکړو."

د بدخشان والي شاوه ولي الله ادیب وایي؛ دوی د ژغورنې کافي وسایل نه لري او ماشینونو ته سخته اړتیا لري.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د جمعې په ورځ د جرمني له صدراعظمي انګیلا میرکل سره په واشنګټن کې په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل؛ د امریکا د خلکو په استازیتوب زموږ ذهن او فکر د افغانستان له خلکو سره دی چې؛ دا مهال له دغې بدي غمیزې سره مخامخ دي:

"دا چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره د یوې سختې لسیزې په جریان کې د هغوی په څنګ کې ودرېدل؛ د دغه مصیبت پرمهال هم له خپلو افغان دوستانو سره مرستې ته چمتو یو. که څه هم چې زموږ جګړه په دغه هېواد کې د ختمېدو په حال کې ده؛ د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو پروړاندې زموږ ژمنه دوام لري."
XS
SM
MD
LG