د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

په عراق کې د ولسمشرۍ انتخابات کردانو ته مهم دي


په عراق کې تر پارلماني انتخاباتو وروسته ، یو شمیر کردان دا اندیښنه لري چې د جمهوري ریاست چوکۍ ته به څوک ټاکل کیږي؟

د جمهوري ریاست ترلاسه کول عراقي کردانو ته څه اهمیت لري؟

په عراق کې د صدام حسین د رژیم تر سقوط وروسته جمهوري ریاست د کردانو، صدارت د شیعه عربانو او د پارلمان ریاست د سني عربانو په لاس کې پاتې شوی دی.

د ازادي راډيو عراقی خبریال هاشم مندي وايي، د قدرت داسې ویش په قانون کې نشته خو د سیاسي توازن لپاره دا دود په تیرو یولس کلونو کې پلی شوی:

”دا پریکړه چې په عراق کې قدرت د دریو عمده ډلو شیعه عربانو، سني عربانو او کردانو ترمنځ وویشل شي، په ۲۰۰۳ (م) کال کې وشوه څو سوله ټينګه شي. داسې څرګنديږي چې همدا دود به دوام وکړي ، لکه په لبنان کې چې وشول. د لبنان تر تاسیس وروسته جمهوري ریاست مسیحیانو ، صدارت سني عربانو او د پارلمان مشري شیعه عربانو ته ورکړ شوه . دا پریکړه ځکه شوې وه چې د دیکتاتورۍ مخنیوی وشي او سوله ټینګه شي”

د عراق جمهور ریس جلال طالباني په خټه کرد دی.

خو دا چې د عراق نوي حکومت به بیا هم د جمهور ریس سمبولیک مقام کردانو ته ورکړي ، نه ده څرګنده .

دا مسله د بغداد او د عراق د کرد میشتو سمیو ترمنځ موجود اختلافات زیاتولای شي.

جلال طالباني په کردانو کې اعتبار لري او له ۲۰۰۶ (ميلادي) کال راهیسې د دې هیواد د ولسمشر په چوکۍ کار کوي .

طالباني په تیرو څو کلونو کې د بیلا بیلو مذهبي ډلو او توکمونو ترمنځ د سولې لپاره منځګړیتوب کړی دی .

خو د هغه د جمهوري ریاست دوهمه او وروستۍ دوره د پاي ته رسیدو په حال کې ده.

جلال طالباني چې تقریبا یو نیم کال مخکې د مغزي سکتې له امله شوک ولید، لا هم په جرمني کې بستر دی.

سره له دې چې د عراق جمهوري ریاست یو سمبولیک مقام دی، خو د یو شمیر کردانو په وینا، د دې چوکۍ ساتل عراقي کردانو ته ډير اهمیت لري.

یو شمیرخلک باور لري چې د جمهوري ریاست لپاره د یوه کرد ټاکل کیدل د بغداد او د خودمختاره کرد میشتو سیمو ترمنځ ارتباط ټينګولای شي.

ځینی خلک وايي چې د جمهوري ریاست چوکۍ عراقي کردانو ته سمبولیک اهمیت لري ځکه مرکزي حکومتونه تل د عربانو په لاس کې وو چې کردان یې تل ځپلي دي.

مثلا، د عراق د پخواني مستبد ولسمشر صدام حسین د رژیم پرمهال زرهاوو کردان د حلبجې پر ښار د کیمیايي ګاز په حمله کې ووژل شول.
د کرد ژورنالیست هاشم مندي په باور، د جمهوري ریاست چوکۍ د دې لپاره اقلیت کردانو ته ورکړ شوې چې توکمیز تبعیض له منځه ولاړ شي:

زما په باور دا ځکه اهمیت لري چې خکلو ته څرګنده شي چې کردان د عراق دوهمه درجه اوسیدونکي نه دي. پخوانیو رژیمونو له کردانو سره د دوهمې درجې وګړو په توګه چلند کاوو. په پخوانیو رژیمونو کې اول عربان، بیا کردان او بیا ترکمنان وو. کردان غواړي چې دا تصویر له منځه یوسي او ووايي چې موږ عراقیان ټول یو برابر ټولنیز حقونه لرو او د همدې اصل پر بنا باید یوه بل ته درناوی وکړو“

د جمهور ریس جلال طالباني زوي قباد طالباني دفرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشرۍ ته د یوه کرد ټاکل کیدل دا باور چې عراق د ټولو کور دی، پیاوړی کوي.

قباد طالباني ویلي: دا [جمهوري ریاست] ډير مهم مقام دی چې کردان او د کردستان د وطناپلو ګوند یې د ترلاسه کولو غوښتنه لري.

په کردستان کې د [پیشمرګه] په نوم د ملیشه امنیتي ځواکو یوه غړي ارام عبدالکریم ویلي : کلونه – کلونه جمهوري ریاست د عربانو وو او پر موږ ظلمونه کیدل، اوس موږ دا چوکۍ غواړو .

د عراق په اسماعیلیه سیمه کې یوه ژورنالیست او څيړونکی اسوس هاردي فرانس پرس ته ویلي: د جمهوري ریاست لپاره د یوه کرد انتخاب ، کردانو ته له عراق سره د پيوند احساس ورکوي.

د ازادي راډیو د عراقي خبریال هاشم مندي په باور، کردان جمهوري ریاست ته زیات کاندیدان لري خو د ولسمشر طالباني اوسنی مرستیال تر ټولو پيژندل شوی دی.
XS
SM
MD
LG