د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۰

خبرونه

​په مسکو کې لسګونه زره کسانو د کارګر نړيواله ورځ ولمانځله

لسګونه زره کسانو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د مې لومړۍ نېټه چې د کار او کارګر نړیواله ورځ ده ونمانځله.

په 1991 کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته نن د لومړي ځل لپاره د روسیې د سوداګرۍ د خپلواکې ټولنې فدراسیون دا ورځ د مسکو په سره ډګر کې په یوه لاریون کې ونمانځله.

د دې ټولنې د اټکل له مخې په ننني لاریون کې د ګډونوالو شمېر د سل زرو کسانو په شاوخوا کې و. د روسیې د کمونیست ګوند مشر په مسکو کې یوې جلا غونډې ته وینا وکړه. ګنادي زیوګانوف په اوکراین کې د ولسمشر پوتین د اقداماتو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دا اقدامات د حقیقت یوه نښه ده. نوموړي د اوکراین د جلا شویو سیمو خلکو ته له روسیې سره د یوځای کېدو مبارکي ورکړه:

(ترهرڅه مخکې راځئ د سواستوپول او کریمیا خلکو ته مبارکي ووایو چې د مې د لومړۍ نېټې په نمانځنه کې له موږ سره یوځای شول....هورا...هورا)

د مسکو په نورو ولسوالیو کې هم د سیاسي ګوندونو او غیرحکومتي ټولنو له خوا نور لاریونونه تنظیم شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: تېر کال نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

ارشیف، کندهار کې یو شمېر بې‌ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، تېر میلادي کال د افغانستان په ګډون په نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کرونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، ناامنیو، مجازاتو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي بې‌ځایه کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله، ۷۰ فیصده بې‌ځایه شوي کسان د افغانستان، سوریې، ونزوئلا، جنوبي سوډان او میانمار دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت درې ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، یوازې د روان لمریز کال له پیله په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

کابل کې د امریکا سفارت '۱۱۴ کارکوونکي' په کرونا وبا اخته شوي او یو مړ دی

کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا وبا اخته شوي او له ډلې یې یو تن مړ شوی دی.

دا خبر اسوشیټېډ پرس په کابل کې د امریکا سفارت د یادداشت په حواله راپور کړې.

د امریکا سفارت ویلي چې په کرونا وبا اخته کارکوونکي یې قرنطین کړي او نور یې له سفارت ایستلي دي.

په دې سره د سفارت د نږدې ټولو چارو د درېدو راپورونه ورکړل شوي ځکه مخکې هم د سفارت د کارکوونکو شمېر د امنیتي ګواښونو په سبب کم شوی و.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې "باید د وبا د خپراوي مخه ونیسو او یو بل خوندي کړو."

په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې له امله په دې وبا د اخته خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره د مړینو کچه هم زیاته شوې.

د عامې روغتیا وزارت د پرونیو شمېرو له مخې نږدې ۹۹ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي. د ورځنیو مثبتو پېښو چټکتیا ته په کتو وېره شته چې دا شمېر نن له یو لک واوړي.

اخوا د کرونا له لاسه د ټولو مړو شویو خلکو شمېر تر پرونه ۳،۹۴۳ ته رسېدلی و.

پامیر قول اردو: د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ یوې بلې سیمې ته انتقال شوه

ارشیف، بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات

په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي د بغلان د دهنې غوري ولسوالۍ د لنډمهال لپاره یوې بلې سیمې ته انتقال شوې.

دا خبره د پامیر ۲۱۷ قول اردو په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې د بغلان ولایت پوځي شورا د پرېکړې په اساس د سیمې خلکو ته د زیان رسېدو د مخنیوي، د لارو د بندښت او د اکمالاتو په وخت نه‌رسېدلو له کبله د دهنه غوري امنیتي ځواکونه یوې بلې مناسبې سیمې ته تللي دي.

افغان چارواکو ویلي له دې کاره‌یې هدف دا دی چې له شته ځواکونو سمه ګټه پورته شي او یو وار بیا د سیمو د تصفیې لپاره عملیات ترسره کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دهنه غوري له ولسوالۍ افغان پوځیان وتلي او اوس د پلخمري په قلعه خواجه کې د دوی له‌خوا کلا بند شوي.

په ایران کې د ۱۴۰۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې

ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رأی ورکونې بهیر

په ایران کې نن د ۱۴۰۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي.

د رأی ورکونې مرکزونه په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې د سهار له اوو پرانیستل شوي.

د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌ای د رأی‌ګیري په لومړنیو شېبو کې رایه ورکړه او خلک‌یې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول.

محسن رضایي میر قائد، ابراهیم رئیسي، امیر حسین قاضي‌زاده هاشمي او عبدالناصر همتي د دې دورې له کاندیدانو دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دې ټاکنو ته له ۵۹ ملیونو زیات کسان د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي.

د نظر پوښتنو له مخې بیا په دې ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه له ۳۷ تر ۴۷ فیصده بلل شوې.

ایران کې داسې وخت د ۱۳م دور ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي چې ګڼو خلکو، سیاسي فعالانو او بهر مېشتو ګروپونو په دې ټاکنو کې د نه‌ګډون غږ پورته کړی.

په ایران کې د ۱۳۹۸ کال د لړم د مظاهره‌چیانو په لویه کچه ځپل او د اوکرایني الوتکې نسکورول هغه لویې پېښې وې چې په حکومت باندې یې د خلکو باور تر ډېره زیانمن کړ.

د غني او جانسون خبرې؛ بریتانیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي

ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

ښاغلي جانسون د سولې د هڅو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو یې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صدراعظم جانسون د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه کلیدي بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي چې د بریتانیا صدراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

الکسي ناوالنۍ: ولادیمیر پوتین "داسې دروغجن دی چې خپل دروغ نه‌شي درولی

د مسکو رژیم مخالف زنداني الکسي ناوالنۍ

د مسکو رژیم مخالف زنداني الکسي ناوالنۍ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "داسې دروغجن دی چې خپل دروغ نه‌شي درولی".

ناوالنۍ پرون پر خپل انسټاګرام ولیکل چې پوتین باید د رواني ستونزو درملنه وکړي، هغه ستونزه چې د ده په ټکو په واک کې د اوږدې مودې له کبله ورته پيدا شوې ده.

نوموړی دا تور داسې مهال لګوي چې پوتین د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، ناوالنۍ تېره اګسټ میاشت کې د محکمې له‌خوا پر هغه لګول شوي الزامات له پامه غورځولي دي.

ناوالنۍ پرون د روسیې له خلکو وغوښتل چې د سپټمبر میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي چې حاکم ګوند د رأی ورکونې په ځیرک سیستم سره چې د دوی پلویانو جوړ کړی، له واکه لیرې کړي.

امرالله صالح: د زابل له شینکۍ ولسوالۍ د ملي اردو ایستل یو اطلاعاتي راز دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د زابل له شینکۍ ولسوالۍ څخه د ملي اردو د ځواکونو ایستل یو اطلاعاتي راز دی.

ښاغلي صالح پرون مازدیګر پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل، په داسې شېبو کې اړتیا نه‌شته چې د بیان ازادي په نوم دې عملیاتي محرمیتونه خپاره شي.

ده ویلي، څه چې تر اوسه د زابل په اړه ویل او لیکل شوي، غلط دي.

له دې وړاندې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق‌بیان ازادي راډیو ته ویلي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې.

حق‌بیان دا کار د ولسوالۍ سیاسي سقوط بللی، نه‌پوځي.

د ۲۰۵ اتل قل اردو د ارکان رئیس عبدالمتین حسین‌خېل بیا ویلي، ځواکونو یې له شینکۍ ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

طالبان بیا وایي، شینکۍ کې د یوې لویې قرارګاه له نیولو وروسته ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوی لاس ته ورغلې ده.

د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران ترکیه کې غونډه کوي 

د ترکیې د استانبول ښار یوه څنډه

ټاکل شوې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه سبا نه بله ورځ په ترکیه کې ترسره شي.

محمد حنیف اتمر همدې غونډې او د «انتالیا ډيپلوماسي مجمع» کې د ګډون په هدف پرون ترکیې ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د انتالیا د ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ. ټاکل شوې د همدې غونډې په څنډه کې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، دی به د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیده کاته ولري او د افغانستان پر سولې او نورو اړوندو مسئلو به خبرې وکړي."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د انتالیا ډیپلوماسي بحث کې د ګډون په خاطر ترکیې ته رسېدلی دی.

د انتالیا ډيپلوماسي مجمع یا غونډه نن جمعه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پيلېږي او دوه ورځې دوام کوي.

ننګرهار کې د «ټابلېټ کا» یوه کارخانه ویجاړه شوه

ارشیف، د ټابلېټ کا په نوم نشه‌يي ګولۍ

په ننګرهار ولایت کې د «ټابلېټ کا» په نوم د نشه‌يي ګولیو یوه کارخانه ویجاړه شوه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د جلال‌اباد ښار په ۱۰مه ناحیه کې د ټابلېټ کا ګولیو یوه دستګاه ویجاړه او په دې کارخانه کې ۷۵۱ کیلو ګرامه نشه‌يي ګولۍ، څه اندازه شراب، وراسته شوي کشمش او وسلې هم نیولې دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې دې کارخانې د جامو وینځلو د پوډرو د تولیدي شرکت په نوم فعالیت کاوه.

کابل کې له ۲۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف

د کابل ابتدائیه او استېناف محکمو څه د پاسه ۲۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په یوه علني غونډه کې اووه کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور له اوو کالو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

دغه ډول د دې مرکز استېناف محکمې ۱۹ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي ول، په بېلابېل تنفیذي بند باندې محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې امنیتي ادارو د ۱۶ کسانو دوسیې د څېړنو لپاره دې مرکز ته استولې دي.

افغان لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو.

د تکواندو ملي فدراسیون وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تکواندو سیالیو کې اتلولي ګټي.

د دغه فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محسن رضايي لوبې په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.

رضایي ته چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او جنوبي کوریا سیالان مات کړل، پرون د لبنان په بیروت ښار کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ په بیروت کې د ۲۱ هېوادونو د ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

کابل کې د هیروئینو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي کسان

کابل ښار ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال درې کسان ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل‌یې څه د پاسه ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین له یوه ګاونډي ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، په دوهمه پېښه کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل‌یې څلور نیم کیلو ګرامه هیروئین د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سیمه کې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلوري.

نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

واشنګټن: ترکیه به د کابل هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري

د کابل نړیوال هوايي ډګر

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وایي، د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو په کتنه کې هوکړه شوې چې ترکیه به د کابل هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري.

جو بایډن او رجب طیب اردوغان تېره دوشنبه په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.

جک سولیوان پرون خبریالانو ته وویل چې په دې ملاقات کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د کابل هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې د امریکا ملاتړ غوښتی او بایډن هم دا ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر امنیت د ډيپلوماتیکو مأموریتونو لپاره مهم بلل کېږي.

ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي

ارشیف، ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالی او تبلیغات

په ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي، د ازادي راډیو فردا څانګې د چارواکو په حواله ویلي چې دغلته رأی ورکونه د سهار په ۷ بجې پیلېږي او د شپې تر ۱۲ بجو به دوام ولري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د ولسمشرۍ دوهمه دوره‌یې په بشپړېدو ده، پرون له خلکو وغوښتل چې له ګېلو او نهیلیو سره سره ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه نوماندان ولاړ دي او غالب ګومان دا دی چې د ایران د قضائیه قوې سخت‌دریځی مشر ابراهیم رئیسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.

افغان پولیسو له ۱۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي

ارشیف

پولیسو په څلورو ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ څه دپاسه ۱۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي دي.

دا عملیات چې په بلخ، کندز، ننګرهار او کابل ولایتونو کې وشول، په نتیجه کې یې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه ښیښه او هیروئین، څه د پاسه ۵۸ لیټره شراب او ۴۲ لیټره بیر نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه وسلې او مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG