فارن پالیسي خپرونې په یوه مقاله کې د امریکا د حکومت د بهرنۍ کړن لارې په اړه انتقادو ته کتنه کړې او وايي، ولسمشراوباما د اعتبار ټینګولو لپاره په افغانستان کې نمره ګټلای شي.
فارن پالیسي لیکلي، د لري ختیځ څلورو هېوادو ته د اوباما پر وروستي سفر او هدف چې د اسیا-پسفیک په سیمه کې د امریکا ملاتړ پیاوړی کړي، ګڼ شمېر انتقادي لیکنې وشوې.
د فارن پالیسي په وینا، جمهور ریس اوباما یوه موقع لري چې د خپلې بهرنۍ پالیسي په اړه موجود انتقادونه غلط ثابت کړي او د دې موقع ځای افغانستان دی.
خپرونه لیکي:
په افغانستان کې وروستیو انتخاباتو هلته د ډيموکراتیکو پروسو اهمیت څرګند کړ.
انتخاباتي مبارزې نسبتا ارامې او منظمې ترسره شوې، د خلکو ګډون زیات وو، د رايیو په پروسه کې بې نظمي کمه وه او امنیت هم ښه وو.
په داسې حال کې چې، په افغانستان کې د ۲۰۰۹ (م) کال په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې وې.
په افغانستان کې د سږکال انتخابات د ډیموکراسۍ ستن ګڼل کیږي ځکه د دې هېواد سیاسي رهبران ترڅه باندې درېیو لسیزو بحران او ګډوډيو وروسته، د واک ترلاسه کولو لپاره سوله مبارزه کوي.
د فارن پالیسي په وینا، د جمهور ریس حامد کرزي او واشنګټن ترمنځ روابط کړکیچن وو نو که هر یو کاندید، عبدالله عبدالله یا اشرف غني احمدزی بریالی شي، د واشنګټن او کابل د اړیکو زوړ فصل به وتړي.
دواړو کاندیدانو ژمنه کړې، چې له امریکا سره د دوه اړخیزو امنیتي اړیکو تړون به چې جمهور ریس حامد کرزي ډډه ورڅخه کړې وه، لاسلیک کړي.
فارن پالیسي لیکي، په افغانستان کې د انتخاباتو د دوهم دور له سرته رسیدو وروسته به امریکا له داسې یوه حکومت سره د اړیکو ټينګولو موقع ولري، چې د مناسبو انتخاباتو له لارې ټاکل شوی دی.
د اوباما اداره به د هغو لس هاوو پروژو د بشپړولو زمینه ولري، چې په افغانستان کې د القاعده پرضد د عملیاتو له پيل وروسته، پلان شوې وې خو لا نه دي عملي شوې.
د فارن پالیسي په وینا، جمهور ریس اوباما ونه توانید چې خپل قدم له ولسمشرکرزي سره سم کړي او په ۲۰۰۹ (م) کال کې یې له دې هېواده د خپلو عسکرو د ایستلو نیټه اعلان کړه.
ولسمشراوباما د دې اعلان پرمهال فکر نه وو کړی چې د افغانستان وضعیت به د دې کار اجازه ورکوي که نه؟
د خپرونې په باور، دا به واشنګټن ته یوه موقع ورکړي چې وضعیت ته له سره کتنه وکړي او په دې هېواد کې د پراختیا او امنیت د ټینګولو لپاره د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.
دا انتخابات افغانانو ته هم هیله ورکوي چې د تعلیم، اقتصادي ودې، روغتیايي خدماتو او ټولنیزو پرمختګونو په مرسته یو وار بیا خپل هیواد په پښو ودروي.
خو کابل دا کار یوازې نه شي کولای.
د فارن پالیسي په باور، په افغانستان کې یو با ثباته ، موثر او پیاوړی حکومت یوازې هغه وخت ټینګیدلای شي چې امریکا دې مسلې ته په سیمیز چوکاټ کې وګوري.
ځکه د خپرونې په باور، دا کار د امریکا له پاملرنې او پراخ دپلوماتیک حضور پرته له خنډ سره مخامخ کیدلای شي.
د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون چې لا نه دی امضا شوی، د امریکا محدود شمېر عسکرو ته په افغانستان کې د پاتې کیدو اجازه ورکوي.
خو یوازې د دې تړون لاسلیک هغه ټولې ستونزې چې د افغانستان او امریکا د حکومتونو بهرنۍ پالیسي ورسره مخامخ ده، نه شي حل کولای.
فارن پالیسي وايي، که د امریکا حکومت نه غواړي چې داسې یو هېواد ترشا پریږدي چې ټوټې شوی، له ځان سره په جنګ کې دی او د امریکا او ټولې نړۍ امنیت ته تهدید پيښولای شي، باید لږ تر لږه څلور عمده مسالې په پام کې ونیسي:
اول: د تروریستانو لپاره د یوه خوندي ځای پیداکیدو امکان له منځه ولاړ شي.
دوهم: په افغانستان کې د یوې کورنۍ جګړې د پيل مخنیوی دی.
دریم: د افغانستان په سیاسي چاپيریال کې باید هند او پاکستان ته ګډ ځاي وموندل شي څو دا دواړه ګاونډیان تر ۲۰۱۴ (م) کال وروسته د وسله والو د ملاتړ او په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو اړتیا ونه لري.
څلورم: د امریکا متحدایالات باید خپل پراخ او مثبت حضور وساتي.
د فارن پالیسي په وینا، دا څلور مسالې سره پیچلې او تړلې دي.
د خپرونې په وینا، که چیرې د ولسمشراوباما حکومت په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ (م) کال وروسته وضعیت ته پام ونه کړي، د شمالي افریقې، منځني ختیځ ، اوکراین او د اسیا د ختیځ په څير ځواب واخلي.
د امریکا کمزورې پاملرنه به هلته بحران او ګډوډي رامنځ ته کړي.
بارک اوباما په ۲۰۰۸ (م) کال کې د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې په خپل حکومت کې به د القاعده او طالبانو پر ضد جګړې ته اولویت ورکوي .
اوباما ویلي وو: دا هغه جګړه ده چې موږ یې باید وګټو.
فارن پالیسي لیکي، تراوسه لا ډيرناوخته نه دی او ولسمشر اوباما د خپلې ژمنې د سره ته رسولو لپاره مثبت ګامونه پورته کولای شي.