د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

افغانستان: امریکا او بریتانیا دې خپل غیرقانوني توقیفځایونه وتړي


د افغانستان ولسمشرحامد کرزي بریتانیایي او امریکایي ځواکونه تورن کړل چې په افغانستان کې یې په غیرقانوني ډول توقیف ځایونه ساتلي دي.

هغه پلاوی چې ولسمشرحامد کرزي د دې توقیف ځایونو د څيړنې لپاره ګمارلی و، هغه ۶ بندیان د کندهار په هوایي ډګر کې د بریتانیایانو په یوه مرکز کې او ۱۷ نورپه هلمند کې د بریتانیایانو په پوځي اډې کې وموندل.

د پلاوي په وینا په امریکایي زندانونو کې بندیان نه و. د دې پلاوي یوه مشر عبدالشکور دادرس د سې شنبې په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل، چې له بهرنیو سره مخکې داسې تړون شوی و، چې دوی دا حق نه لري چې په خپلو توقیفځایونو او پوځي اډو کې افغانان بندیان کړي. دادرس زیاته کړه چې د دغو زندانونو د تړلو امر ورکړل شو:

″په کندهار کې دې د غوایي په شپږمه او په هلمند کې دې دا زندانونه د غوایي په څلورمه وتړل شي، په دې اړه مو بهرنیو ځواکونو ته رسمي مکتوب استولی دی″

اسوشیتد پریس اژانس په دې اړه له امریکایي ځواکونو سره ارتباط نیولی دی خو د هغوی د نظر په اخیستلو نه دی بریالی شوی.

په وروستیو کلونو کې نړېوالو ځواکونو په زرګونو بندیان افغان چارواکو ته سپارلي دي او د روان کال په پیل کې امریکا او بریتانیا د ولسمشر حامد کرزي پر هغې پریکړې انتقاد وکړ چې له هغو زندانیانو څخه یې چې دوی ورسپارلي و په لسګونو طالبان خوشي کړل. لندن او واشنګتن وویل چې دا خطرناکه کسان وو.

د بریتانیا پوځي چارواکو په یوه بیان کې وویل چې دوی د افغان چارواکو له غوښتنې سره سم یو شمیر هغه کسان په بند کې ساتي چې د هغوی د جنایي فعالیتونو په برخه کې شواهد وي.

په دې بیان کې دا خبره هم شوې ده چې دا مهمه ده چې هغه یاغیان ونیول شي چې هغوی پر پوځیانو او ملکیانو بریدونه کوي.

په کندهار او هلمند کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو څيړونکي پلاوي پرون په جمهوري ریاست کې ولسمشر حامد کرزي ته خپل راپور وړاندې کړ.

په دې راپور کې دا تور هم پورې شوی دی چې په هغو زندانونو کې چې بندیان نه شته هلته د بندیانو د راوستلو شواهد شته خو د بیرته خلاصیدو یا د توقیف د ادامې په اړه یې څه نخښې نه لیدل کیږي.

ولسمشرحامد کرزي یوځل بیا د افغانستان لویي څارنوالي، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت له لوی ریاست څخه وغوښتل چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو ټول زندانونه وتړي او په هغو کې د موجودو افغان زندانیانو د سرنوشت د تعینولو لپاره دې ډیر ژر لازمې هڅې وکړي.
XS
SM
MD
LG