د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۴۷

د "افغان سټ یو" سپوږمکۍ ازمیښتي فعالیت پیل شوی


د افغانستان د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د دې هیواد لومړنۍ سپوږمکۍ له دریو ورځوراهیسې خپل امتحاني فعالیت پیل کړیدی.

د "افغان سټ یو" په نوم د سپوږمکۍ فعالیدل د لومړي ځل لپاره افغانستان په رسمي ډول د هغوهیوادونوپه ډله کې شامل کړچې سپوږمکۍ لري.

د افغانستان د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي؛ چې په آزمایښتي ډول دې سپوږمکۍ فعالیت پیل کړی او دا د دوی په خبره په هېواد کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ او ودې لپاره مهم اقدام دی.

د دې وزارت ویاند نصرت الله رحیمي د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ په فضا کې د دې سپوږمکۍ د موقعیت د بدلولو کارپه شلو ورځو کې وشو:

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاوخوا درې میاشتې مخکې د "یوټل سټ" په نوم له یوه اروپایي شرکت سره د افغانستان په لوري د دې سپوږمکۍ د موقعیت د بدلولوتړون لاسلیک کړ.

یوټل سټ شرکت اوس مهال د ځمکې پرمدار شپږدېرش سپوږمکۍ لري چې؛ د شوي تړون پراساس یې له دې جملې نه یې یوه افغانستان ته ورکړېده.

د افغانستان د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې؛ د دې سپوږمکۍ له رسمي فعالیدوسره به په انټرنټي برخه کې ډیرې آسانتیاوې هم رامنځ ته شي.

د دې وزارت ویاند ښاغلي رحیمي وویل چې؛ د دې سپوږمکۍ له فعالېدوسره به د افغانستان په لروپرتوسیمو او ځینو هېوادونو کې هم د دې هېواد د ټلویزیونونو خپرونې ولیدل شي:

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې؛ دا هېواد به له دې سپوږمکۍ نه د کال پنځلس ملیونه ډالره عاید ولري.

که څه هم د دې سپوږمکۍ د فعالیت د وخت په اړه ځینې اندیښنې شته؛ خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې: دا سپوږمکۍ اوه کاله نورهم سم فعالیت کوي.
XS
SM
MD
LG