د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

مشرانو جرګې د ثور د اتمې پر نه لمانځلو پر حکومت نیوکه وکړه


وروسته له دې چې طالبانو په ۱۳۸۷ کال کې په کابل کې د ثور د اتمې جشن په مراسمو حمله وکړه، حکومت دغه مراسم هرکال د ارګ دننه په محدودو مراسمو لمانځي.

خو سږکال دغه جشن د حکومتي چارواکو له خوا په کابل کې د نه لمانځل شو.

د افغان حکومت دې اقدام د مشرانو جرګې د یوشمیر غړو غبرګونونه را وپارول.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزیدیار چې د سه شنبې په ورځ یې د خپلې غونډې مشري کوله، په دې اړه داسې وویل.

"افغان حکومت باید په ښه ډول له دې تاریخي ورځې څخه لمانځنه وکړي، زه هیله لرم چې په دې اړه له سره غور وشي، ځکه دا د ویاړ ورځ ده او باید چې راتلونکي نسل ته دا ورځ انتقال شي او ولمانځل شي."

مجاهدینو د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د ډاکتر نجیب الله رژیم ړنګ کړ او د قدرت واګی یې په لاس کې واخیست.

هغه مهال صبغت الله مجددي د مجاهدینو ولسمشر شو، چې له څو میاشتو وروسته یې بیا واک برهان الدین رباني ته وسپاره.
غوښتل، مو په دې اړه د حکومتي چارواکو نظر هم را واخلو، خو هیڅ یو یې تبصرې کولو ته حاضر نه شو.

خلک، هم د ثور د اتمې په اړه بیلابیل نظرونه لري، ځینې وایي، چې حکومت باید دغه ورځ ونه لمانځي، ځکه چې افغانستان ته یې بد عواقب درلودل.

"۱ اتم د ثور فکر نه کوم چې د افغانستان لپاره ښه تمام شوی وي، تراوسه پورې افغانستان کې هماغه لانجې روانې دي، خلک تبا شول، قتل عام وشو، هماغه کسان اوس هم افغانستان کې مخکې دي.

۲ تراوسه چې د افغانستان خلک کړیږي دا د اتم د ثور له لاسه، د اتم د ثور په تړاو داسې پیښې وشوې، چې اویازره اتیا زره کسان دلته مړه شول."


که څه هم د ثور اتمه په افغانستان کې ډیر پلویان لري، خو کارپوهان وایي، چې جهادي مشرانو هغه وخت واک ته د رسیدو لپاره په کورنیو جګړو کې ښکیل شول.

ددې جګړو له امله کابل ښار په کنډوالو بدل شو او شااوخوا پنځه شپیته زره بې ګناه کسان په کې ووژل شول او زرګونه افغانان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG