د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

محسني: د لومړنیو نتایجو په اړه۱۲۱ شکایتونه رارسیدلي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د کاندیدانو ورسپارل شوي شکایتونه به په ۴۸ساعتونو کې وڅیړي.

د دی کمیسیون ویاند نادر محسني د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دوی ته ترټاکلې نیټې پورې ټول یوسلو یوویشت شکایتونه رسیدلي دي.

ښاغلي محسني وویل، دا هغه شکایتونه دي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په اتو مواردو کې په ګوته کړي دي.

ښاغلي محسني وویل، د دې شکایتونو څېړل به د چهارشنبې په ورځ د کاندیدانو د استازو، کورنیو او بهرنیو ناظرینو او درسنیو په موجودیت کې په علني غونډو کې پیل شي:

"د دې شکایتونو په اړه باید وویل شي چې؛ دا شکایتونه کتګورۍ شوي، دا هغه شکایتونه دي چې، دانتخاباتو خپلواک کمیسیون له مخې رای په قسمي نتایجو کې نه دي شمېرلي.

دا په اتو مواردو کې دي، دا به په ۴۸ ساعتونو کې بررسي شي."


ښاغلي محسني وویل، په دې شکایتونو کې څلور د ډاکتر اشرف غني احمدزي، یو د داوود سلطان زوی، یو د ګل اغا شیرزي او یوسلوپنځه لس د ډاکترعبدالله له خوا، کمیسیون ته سپارل شوي او درج شوي دي.

هغه د دې شکایتونو د څرنګوالي په اړه ډیر جزیات ور نه کړل؛ خو ویې ویل چې، د رایو او د رایې ورکولو د مرکزونو په اړه دي.

د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له اعلان وروسته کاندیانو ته دوه ورځې وخت ورکړ شو چې؛ د دې نتایجو په اړه خپل شکایتونه وکړي.

د دې نتایجو له اعلان مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي وو؛ چې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه ورته شاوخوا دوه زره شکایتونه ور رسیدلي دي.

د دې کمیسیون چارواکو ویلي چې؛ په دې شکایتونو کې هم شاوخوا اته سوه داسې دي چې؛ څېړنه یې ښايي د انتخاباتو په نتایجو تاثیر ولري.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون غږ کړی؛ چې شکایتونه په شفاف ډول وڅیړي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اوس د دې ټولو شکایتونو څیړنې ته یوازې شاوخو دوه اونۍ وخت لري.

که د اعلان شوي مهال ویش سره سم ټول شکایتونه په ټاکلي وخت وڅېړل شي؛ د حمل د میاشتې د شپاړسمې د انتخاباتو وروستي نتایج به د ثور په څلورویشتمه اعلان شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG