د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

قانوني:انتخاباتي کمیسیونونه باید خپلې دندې سمې او شفافې ترسره کړي


د ولسمشرکرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني او د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي شکایتونو پر څیړنو ټینګار وکړاو ویې ویل چې، دا لړۍ په پوره دقت سره څاري.

محمد یونس قانوني وویل چې، خلکوپه انتخاباتو کې له ګډون سره سره خپل مسوولیت ترسره کړ او اوس د انتخاباتي کمیسیونونو دنده ده چې شکایتونه وڅیړي.

ښاغلي قانوني وویل چې، د انتخاباتوتوپ اوس مهال د انتخاباتي کمیسیونونو په میدان کې دی او دا کمیسیونونه باید په دې برخه کې له قانون سره سم عمل اواجرآت وکړي:

"محترم انتخاباتي کمیسیونو نه باید له هرډول توطئې؛ دسیسې، زور او سلیقونه لرې د افغانستان د خلکو واقعي او پاکو رایو ته درناوی وکړي.

زه د یوه مجاهد په توګه خپل مسوولیت ګڼم چې؛ ستاسو د خلکوله هرې رایې نه دفاع وکړم."

په دې غونډه کې چې د جمعیت اسلامي د ګوند له خوا د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه؛ پر یوشمېر پخوانیو جهادي څیرو سربیره د جمهوري ریاست کاندید زلمي رسول هم برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال حاجي محمد محقق څرګنده کړه چې؛ د جمهوري ریاست یوشمېر کاندیدان له دوی سره همکاره دي اوکه انتخابات دویم پړاوترسره شي؛ نو دوی به ډیرې رایې وګټي.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې؛ انتخاباتي شکایتونه باید په عادلانه او شفاف ډول وڅیړل شي.

ښاغلي عبدالله وویل چې، هیڅ ډول دسیسه په کارنه ده او باید چې د انتخاباتو د پروسې پاتې برخه هغه شان چې لازمه ده پرمخ ولاړه شي:

"دواړو کمیسیونونو ته اعلان کوو چې؛ داسې فکر ونه کړي چې، هرڅه هغوی کوي د ملت له سترګونه به پټ پاتې وي او هغه څه چې دوی یې فکر کړی؛ هغه به ترسره کیږي.

داسې څه نشته او موږ هیله لرو چې، داسې تېروتنه په هیڅ ځای کې څوک ونه کړي. د افغانستان خلک حق لري چې؛ د خپلو پاکو رایو نتجه وګوري."


دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې؛ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له مخې د جمهوري ریاست هیڅ یوه کاندید پنځوس جمع یوه رایه پوره نه کړه او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې؛ انتخابات دویم پړاو ته ځي.

د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزي چې له عبدالله عبدالله نه یې وروسته ډیرې رایې ګټلي؛ له وړاندې نه ویلي چې؛ دویم ځل انتخاباتو ته تیار دی.

په همدې حال کې انتخاباتي کمیسیونونو هم واردمخه ویلي چې؛ په خپلو کارونو کې به ګواښونو او خبرداریو ته نه بلکې قانون او اصولو ته پام کوي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG