د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

​سور صليب: افغانستان کې د ملکيانو ژوند خراب دى


د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، په افغانستان کې دملکي خلکو وضعیت خراب دی او په هر حالت کې باید د ولسي افغانانو خوندیتوب ته اولویت ورکړ شي.

د دې سازمان اعلامیه وايي، د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې وسله والو حملو، عمدي قتلونو او توقیفونو دوام درلود او په دې هیواد کې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاندې جسیکا باري نن ازادي راډيو ته وویل چې په هر حالت کې باید هڅه وشي چې ملکي افغانان د وسله والو نښتو او بحرانونو قرباني نه شي.

جسیکا باري وویل، د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی باید د افغانانو مصونیت ته جدي پام وکړي او خلکو ته د ژوند ابتدايي امکانات برابر کړي.

میرمن باري د افغانانو لپاره د صحي خدمتونو پر پراختیا ټینګار وکړ:

په عمومي ډول، اوسمهال په افغانستان کې د خلکو ژوندډير سخت دی. په افغانستان کې که راتلونکې هر ډول وي، دا مهمه ده چې ملکي خلک د نورمال ژوند امکان ولري، خدمات ورته برابر وی او خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي. دا انتخابات نه دي چې وضعیت یې بې اطمینانه کړی بلکه عمومي وضعیت همداسې دی. په هرحالت کې باید خلک صحي خدمات ولري. ډاکټران ، نرسان او روغتیايي کارکونکي باید له حملو خوندي وي څو کار ته دوام ورکړي“

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاندې زیاته کړه چې په افغانستان کې د نړیو الو ادارو د فعالیتونو دوام په دې پورې تړلې چې تر کومه حده د مرستو رسولو زمینه برابره ده.

ټاکل شوې چې نړیوال ځواکونه د روان ( ۲۰۱۴ میلادي) کال تر پایه له افغانستانه ووزي او د نړیوالو ادارو مرستې هم ښايي تر یوې انداز ې محدودې شي.

دا به په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پرفعالیت څه اغیز وکړي؟

جسیکا باري د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې په هر حالت کې باید د دوي مامورین ډاډ ولر ي چې په بحران ځپلو سیمو کې خلکو ته د کمک رسولو زمینه لري.

جسیکا باري ټينګار وکړ چې په لرې پرتو سیمو کې د خلکو وضعیت ډير بد دی او نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG