د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۷

افغانستان

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي دي

ناټو وايي، دوه سرتیري یې د افغانستان په ختیځ کې په یو برید کې وژل شوې دي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د ناټو د سرچینو له قوله وايي چې؛ د دوشنبې په ورځ یې دوه سرتیري وژل شوي؛ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د برید دقیق ځای او د وژل شویو سرتیرو هویت هم نه دی په ډاګه شوی.

دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې؛ پنځه بریتانوي سرتیري په کندهار کې د هلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي وو.

له دې سره په دې میاشت کې په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو نهو تنو ته او په روان کال کې کې پنځه ویشتو ته ورسیده.

له هغې را وروسته چې په افغانستان کې امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي؛ د بهرنیو سرتیرو په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روغتیا وزارت: که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا خطرناکه کېدای شي

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا پسې خطرناکه کېدای شي.

د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن د کرونا د تازه پېښو او په وړاندې یې د اقداماتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه د کرونا په قابو کولو کې د خلکو همکاري ډېر اړینه وبلله.

ښاغلی مجروح وايي: "له بېړني حالته لا نه‌یو وتلي. متأسفانه وضعیت به لا تر دې هم کړکېچن شي. له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې وقایوي لارښوونو په اړه پام وکړي. لاس وینځلو، ماسک کارولو او ټولنیزې فاصلې په رعایت سره په ټولنه کې وساتي!"

ښاغلي مجروح وویل د همدې یوې وروستۍ اوونۍ ارقام ښيي د کرونا په مثبتو پېښو او مړینو کې زیاتوالی راغلی او ورسره د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتولو او د اکسیجن د تولید اړتیاوې هم زیاتې شوي.

افغانستان کې دمګړۍ نږدې ۸۹ زره کسان په کرونا اخته دي او له دې ډلې نږدې درې نیم زره کسان مړه شوي.

پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو الوزول شوی

پکتیا کې په بمونو الوزول شوی نوی جوړېدونکی روغتون

په پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو نړول شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته وویل چې دغه روغتون تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په بمونو الوزولی دی.

دی وایي، یاد روغتون د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت جوړېده او چارې یې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو او تور په اړه څه غبرګون نه‌دی ښوولی.

د کابل ښار پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوه کارکوونکې ووژل شوې

فاطمه محمدي او طبیه موسوي

افغان فلم خبر ورکوي چې د دې ادارې دوه ښځینه کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنو کې وژل شوې دي.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، نن (یکشنبه ، د جون ۱۳مه) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل له چاودنو یوه ورځ وروسته، د دې ادارې د دوه کارکوونکو مړي په عدلي طب کې د هغوی د کورنیو له‌خوا وپېژندل شول.

هغې زیاته کړې طیبه موسوي او فاطمه محمدي، د پرونۍ چاودنې دوه قربانیانې دي چې تازه‌یې د افغان فلم د انیمېشن او د څېرې د ډيزاین په څانګه کې کار پیل کړی و.

اغلې کريمي زیاته کړه چې وژل شویو کارمندانو یې د افغان ماشومانو په یوې پروژې باندې کار کاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پرون په کابل ښار کې د سپرلیو دوه ټونس ډوله موټرو باندې د پرسونل ضد ماینونو چاودنې شوي چې له امله‌یې اووه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې یا کس د دې چاودنو مسؤلیت نه‌دی منلی.

په دې وروستیو کې، د کابل لوېدیځ سیمو کې ښاري موټرونه د ماین چاودنو هدف ګرځېدلي.

د جون په درېیمه په همدې ډول یوه بله چاودنه کې د اریانا تلویزیون د خبرونو وړاندې کوونکې مینا خیري، مور او خور یې هم ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت: تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې وسله‌والو طالبانو ته په لغمان، پکتیا، میدان وردک، ارزګان، نیمروز، بادغیس، سرپل او هلمند کې دا مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دوام کې راغلي چې ۱۰۲ طالب وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

طالبانو لا تر اوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دې یادونه نه‌ده شوې چې افغان پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه.

په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې تل ادعاوې کوي چې مقابل لوري ته‌یې درانه تلفات اړولي، خو دا ډول ادعاوې ډېر کم د خپلواکو سرچینو له‌خوا تأییدېږي.

برښنا شرکت: د اکسيجن فابریکو او روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شوې

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته لګول شوې د اکسیجنو ډبه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کرونا ویروس درېیمې او شديدې څپې ته په پام‌یې د اکسيجن توليدي فابریکو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړې ده.

د دغه شرکت وياند سنګر نیازي نن ازادي راډيو ته وويل چې دوی د استوګنو سیمو د برېښنا یوه برخه هم داکسیجن توليدي فابریکو ته ځانګړې کړې ده.

مخکې تر دې د افغانستان عامې روغتيا وزارت او خلکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېيمې او شدیدې څپې ته په پام د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه.

د افغانستان د بشر حقونو او د رسنيو د څار مؤسسې ويلي و چې د ګڼو ستونزو له دې ډلې د برېښنا د نشتوالي له امله د اکسیحن له ۳۰ توليدي فابریکو ۱۵يې تړل شوې دي.

د کرونا درېیمې څپې له امله ورځ تر بلې په افغانستان کې په کرونا د اخته خلکو او د مړو شمېر زیاتېږي. دمګړی ۸۸،۷۴۰ کسان مبتلا او ۳،۴۴۹ تنه مړه دي.

برښنا شرکت داسې وخت د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو او د اکسیجن تولیدي فابریکو ته د ۲۴ ساعته برېښنا رسولو ژمنه کړې چې کابل او ځیني نور ښارونه په سالنګ کې د برېښنا د پایو د نړېدو په سبب له بې‌برقۍ سره مخ دي.

بلخ کې د طالبانو د حملو زیاتوالی؛ افغان ځواکونه له زارع ولسوالۍ په شا شوي

بلخ کې یو افغان پوځي

د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت پر زارع ولسوالۍ د طالبانو د حملو د زیاتوالي له امله افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي دې ته اړ شول چې پرون د دې ولسوالۍ او د امنیه قومندانۍ له ودانیو ووځي.

د بلخ امنیه قوماندان جنرال داوود تره‌خېل رسنیو ته وویل چې د زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي ازادي راډیو ته وویل ولسوالۍ بلې سیمې ته لېږدول شوې ده.

ښاغلی رضايي زیاتوي: "د بلخ د پوځي شورا د پرېکړې او د خلکو د غوښتنې پر اساس او هم دا چې دغه ساحه محاصره شوې او امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوه غیر فعال حالت کې وو، ولسوالي له هغه ځایه د کشنده او زارع ترمنځ د تاش لیکن کلي ته لېږدول شوې ده."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې وسله‌والو یې زارع ولسوالۍ نیولې او دښمن ته‌یې پر تلفاتو سربېره د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د ملګرو ملتونو استازی: افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد لیدنه

د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ وباله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي ارنولد پرون له حنیف اتمر سره د سولې د بهیر د چټکېدو پر اهمیت او پر یوه هر اړخیز او فوري اوربند ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مهمه وبلله.

له سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د همکارۍ پر دوام د افغان حکومت ټینګار

د حمدالله محب، ایلوی فیلین او مل پلاوي لیدنه

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د افغانستان لپاره د دې کمېټې له نوي مشر ایلوی فیلین او مل پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشردوستانه فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې کمېټې سره به همکارۍ ته دوام ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وروستیو څه باندې څلورو لسیزو کې د بشري مرستو په برخه په تېره بیا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا خپلو کورنیو ته د زندانیانو د لیکونو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی.

میدان وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان د زده‌کړو انستتیوت اور اخیستی

د افغانستان په عمومي نقشه کې میدان وردګ ولایت

افغان چارواکي وایي، پرون د میدان وردګ ولایت په فاروق‌خېل سیمه کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده‌کړو پر انستتیوت د هاوان مرمۍ ولګېدې او اور یې واخیست.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د یوې خبرپاڼې له مخې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېره هڅه وکړه چې د روزنې د دغې مؤسسې ودانۍ له بشپړ سوځېدو وِژغوري.

د ځاني تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي او وسله‌وال طالبان د دې پېښې مسؤل بلل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

عبدالوکیل خان د افغانستان د کرنې د ودې لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

پاکستان په کابل کې خپله د قونسلګرۍ څانګه تړي

کابل کې د پاکستان سفارت

پاکستان وایي چې په کابل کې به‌یې د قونسلګرۍ څانګه سر له نن څخه د یوې اوونۍ پر مخ تړلې وي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د کرونا وبا د وضعیت د لاخرابېدو له امله شوې ده.

سفارت ویلي چې په انلاین بڼه به د ویزو د صادرولو چارې دوام ولري.

په عین حال کې په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون ورته اعلان وکړ او ویې‌ویل چې د قونسلګرۍ څانګې فعالیت سر له نن څخه ځنډوي.

د یونان یوې محکمې څلور افغان پناه غوښتونکي په لس لس کاله بند محکوم کړل

ارشیف

د یونان یوې محکمې څلور افغان پناه غوښتونکي د اروپا د کډوالو یوه لوی کمپ ته د اور اچولو په جرم هر یو په لس لس کاله بند محکوم کړل.

د څیوس (Chios) ښار محکمې دغه افغانان په اور اچونه مجرم وپېژندل، خو مدافع وکیلانو یې دغه حکم غیر عادلانه وباله.

د دوی مدافع وکیلانو فرانسپرس اژانس ته وویل چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې یې سمدستي د استېناف غوښتنه وکړه. دوی ویلي چې د سندونو له مخې د درې مؤکلینو عمرونه‌یې د نیول کېدو پر مهال له ۱۸ کلونو ټیټ و چې محکمې هغوی د تنکیو ځوانانو په توګه ونه‌منل.

په یونان کې د افغان پناه غوښتونکو د ټولنې مسؤل یونس محمدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره د محاکمې فضا ډېره خرابه وه او له ټولو اسنادو سره سره چې له مخې یې باید تورنو کسانو ته په سزا کې تخفیف ورکړل شوی وی، محکمې له کوم تخفیف پرته خپله فیصله اعلان کړه او دوی یې د اور اچونې په جرم محکوم کړل."

دغه افغان ځوانان چې لاسونه‌یې ولچک شوي وو، په محاکمه کې ودرول شول او بېرته اتن ته نږدې د اولونا (Avlona) زندان ته ولېږدول شول.

په دې زندان کې دوه نور افغانان چې په تېره مارچ میاشت کې په ورته قضیه کې د لاس لرلو په تور هر یو په پنځو کلونو بند محکوم شوي، ساتل کېږي.

په لېسبوس ټاپو کې پروت د موریا (Moria) کمپ چې له ۱۰ زرو زیات کسان په‌کې اوسېدل، د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې د اور اچونې له امله ویجاړ شو. په دې پېښه کې چا ته زیان نه‌و رسېدلی.

سمنګان ولایت کې د اوبو د بندونو دوه کانالونه جوړ شول

ارشیف

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي، په سمنګان ولایت کې د اوبو د بندونو دوه کانالونه جوړ شول.

د دې ادارې ویاند نظام خپلواک پرون شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کانالونه چې د «svem» مؤسسې په مالي مرسته جوړ شوي، دوه زره جریبه ځمکه به خړوبوي چې ۳۰ زره اوسېدونکي به ترې ګټه اخلي."

د ښاغلي خپلواک په خبره دغه د جوی زندان او قوس پوره کانالونو پروژې په سمنګان کې د اوبو د ښه تنظیم او خلکو ته د کارونو د پیدا کولو په هدف بشپړې شوې دي.

پکتیکا چارواکي: د طالبانو یو تونل کشف او له منځه وړل شوی 

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو تونل کشف او له منځه وړل شوی.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته وویل، دغه تونل چې د یوه نظامي مرکز په نښه کولو لپاره دېرش متره ایستل شوی و، تېره ورځ د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند د چمبرانو کلي ته څېرمه پولیسو د ملي امنیت کشفي راپور پر اساس له منځه وړی دی.

ارین وایي، د دې تونل د کشف سره سم یو کس هم نیول شوی چې څېړنې ترې روانې دي او ډېر ژر به عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ننګرهار کې یوه کښتۍ چې۱۰ تنه په کې سپاره وو سیند کې ډوبه شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه کښتۍ چې لس تنه په کې سپاره وو، په سیند کې ډوبه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دغه کښتۍ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لس تنه لېږدول، د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سیمه کې د تخنیکې ستونزې له امله په سیند کې ډوبه شوې ده.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه، تر دې دمه له دې پېښې یو ماشوم ژوندی ژغورل شوی او د یوه ماشوم په ګډون د دوو تنو جسدونه د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوي او ۷ نور لا هم نادرکه دي.

دی وايي چې د ورکو شوېو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د خوګیاڼي په خبره، په نادرکه شویو کسانو کې کښتۍ چلوونکي او عام مسافر هم شامل دي.

د باغیس والي: سنګ اتش سیمه کې له ۱۰ زیات طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د باغیس ولایت

د بادغیس والي وايي، د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تر لسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې له تېرې شپې جګړه روانه ده او له نن شنبې(د غبرګولي ۲۲مه) سهاره د ملي اردو له کمپ سره اړیکې پرې شوي دي.

بل خوا یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، شااوخوا ۲۰۰ سرتېري له کومې نښتې پرته طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې په لسګونو سرتېري له وسلو او مهماتو سره له دوی سره یوځای شوي دي.

د دې خبر کره والی نورو سرچینو نه دی تایید کړی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG