د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

"د لومړنیو نتیجو په اړه تر۷۶زیات شکایتونه ثبت شوي دي"


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اړه د شکایتونو د سپارلو موده، پرون (دوشنبه) ماښام پای ته ورسیده.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون چارواکي وايي چې؛ تر اویاوو زیات شکایتونه ور رسیدلي. ټاکل شوې ده چې د وروستیو نتایجو تر اعلان مخکې به دا شکایتونه وڅیړل شي.

د دوشنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون چارواکو ویلي و، چې د شکایتونو ډیره برخه د ولسمشرۍ د څوکۍ د دوو کاندیدانو محمد شفیق ګل اغا شیرزي او عبدالله عبدالله له لورې ورسیدلي دي. په دې اړه نور تفصیل اجمل اند وړاندې کوي :

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اړه د شکایتونو د سپارلو موده، پرون ماښام اوه بجې پای ته ورسیده. د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون چارواکي وايي؛ په دې موده کې ورته تر شپراویاوو زیات شکایتونه وررسیدلي دي.

د دې کمیسون مرستیالې ریدا عظیمي ازادي راډیو ته وویل؛ د کار د زیاتوالي امله نه شو ویلای، چې دا شکایتونه د کومو کاندیدانو له خوا دي.

د دوشنبې په ورځ تر دې مخکې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون ویاند نادر محسني په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو؛ د دوی کمیسون ته د ورسپارل شویو شکایتونو یوه برخه د دوو کاندیدانو محمد شفیق ګل اغا شیرزي او عبدالله عبدالله له خوا دي.

ښاغلي محسني ویلي وو، دا شکایتونه د کابل او ولایتونو څخه دي او ډیر یې د باطلو شویو رایو په اړه دي.

د انتخاباتي شکایتونو د څیړنې کمیسیون د دوشنبې د ورځې تر ماښام اوو بجو پورې کاندیدانو ته وخت ورکړی و چې که د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اړه شکایت ولري له دوی سره دې ثبت کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړني نتایج د تیرې شنبې په ورځ اعلان شول چې؛ له مخې یې عبدالله عبدالله په سلو کې څلور څلوېښت عشاریه نهه او اشرف غني احمدزي په سلو کې یو دیرش عشاریه پنځه رايې ګټلي دي. نورې رایې د پاتې کاندیدانو تر منځ ویشل شوي دي.

د لوموړنیو نتایجو له اعلان وروسته دوو مخکښو کاندیدانو؛ په انتخاباتو کې د تقلب او درغلیو په اړه د جدي څیړنو غوښتنه کړې.

اشرف غني احمدزي د لومړني نتایجو تر اعلان وروسته د انتخاباتو پر خپلواک کمیسون انتقاد وکړ چې؛ د تقلبي او اصلي رایو د بیلولو مسالې ته یې پاملرنه نه ده کړې. عبدالله عبدالله په خپل عکس العمل کې وویل؛ د هغو شکایتونو په اړه یې چې مخکې یې ثبت کړي؛ هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اوس څو ورځې وخت لري چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه تر لاسه کړي شکایتونه وڅیړي او په اړه یې پریکړه وکړي. د دوی تر څیړنې وروسته، ټاکل شوې د غوایه د میاشتې په څلور ویشتمه نیټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان شي.

که چیرې د شکایتونو له څیړلو وروسته په ابتدايي نتایجو کې کوم لوی بدلون را نه شي، نو د دوو مخکښو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله تر منځ به دویم پړاو انتخابات بیا ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG