د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

"د انتخاباتو کمیسیون مفسد کارکوونکي به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي"


که څه هم تراوسه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په درغلیو کې د ښکیلو کسانو لست نه دی چمتو کړی، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، که د دوی کوم کارکوونکي مفسد وپیژندل شي جدي چلند به ورسره وکړي.

ددې کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایي، چې د انتخاباتو د یوشمیر کارکوونکو د درغلیو په اړه دوی ته هم ادعاوې ورسیدلي، خو زیاتوي، چې دوی به له پوره غور او څیړنو وروسته په دې اړه پریکړه وکړي.

ښاغلي امرخیل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دوی به په درغلیو کې د ښکیلو کارکوونکو په وړاندې چوپه خوله پاته نه شي، بلکې له دندې به یې لرې او په ځای به یې نور کسان وګماري.

"کله چې د شکایاتو کمیسیون خپله پریکړه وکړي، له هغې نه بعد به د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو مواردو غور کوي، که چیرې ثابت شي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون محلي یا موقتي کارمندان جرمي پیښه کې ښکیل وي؛ لویې څارنوالۍ ته به معرفي کیږي او که یې انتخاباتي سرغړونه کړې وي، د ټاکنو د قانون په اساس به ورسره چلند کیږي او په ځای به یې ډیر ژر نور کارمندان وګمارل شي."

که څه هم تراوسه د حمل د شپاړسمې انتخاباتو وروستۍ نتیجه نه ده اعلان شوې، خو د جمهوري ریاست ځینې کاندیدان شکایت کوي، چې د انتخاباتو یو شمیرکارکوونکي په درغلیو کې ښکیل دي.

د جمهوري ریاست یو مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی وایي، چې د انتخاباتو د کارکوونکي له همکارۍ پرته درغلۍ هیڅ امکان نه لري.

"تقلب بې له دې، چې د کمیسیون یوه برخه کارمندان په کې ګډون ونه کړي، امکان پذیره نه دی، اول کار چې غواړو ملوث کارمندان دې تشخیص شي، لرې دې شي."

بل لورته د انتخاباتي چارو یوشمیر څیړونکي وایي، چې په درغلیو کې ترډیره د ولسوالیو او کلیو په کچه د انتخاباتو ساحوي ناظمان شامل وي.

دا ناظمان چې ډي، ایف،سي ، هم ورته ویل کیږي، د دریو میاشتو لپاره استخدامیږي او دوی بیا په ولسوالیو او کلیو کې د انتخاباتو موئقت کارکوونکي استخداموي.

په افغانستان کې د دیموکراسۍ د څار ادارې رئیس ذکریا بارکزی،بیا وایي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید خپل مفسد کارکوونکي په تورلست کې شامل کړي.

"دوی نه یوازې باید په تورلست کې شامل شي، بلکې د همیشه لپاره باید په ادارو کې له کارکولو منعه شي، زما وړاندیز مشخص دادی، چې دغه ساحوي ناظمین په بایومیتریک سیستم وکتل شي، ترڅو په بل ځای کی په بل نوم کار ونه کړي، او ترډیره کچه باید کوشش وشي، چې له ښوونکو څخه کار واخیستل شي، ځکه دوی د دولت په چوکاټ کې کارکوي او سوانح لري."

د انتخاباتو د کارکوونکو د درغلیو په اړه شکایتونه په داسې حال کې کیږي، چې د ابتدایي نتیجو له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ دویم پړاو ته تللي.

ځینې کارپوهان وایي، که چیرې د انتخاباتو او حکومت هغه کارکوونکي له دندو لرې نه شي، چې په فساد کې ښکیل وو، دویم پړاو انتخابات به هم له درغلیو ډک وي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG