د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

په پاکستان کې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ شخړې مخ په زیاتېدو دي


په پاکستان کې د پوځ او ملکي حکومت، په خاص ډول د پوځې استخباراتو "آی. اېس. آی" تر منځ تاوتریخوالی او شخړې مخ په زیاتېدو دي او ځیني پوځې جنرال په لارو او کوڅو کې د سترو پوسټرو په واسطه خلکو ته دا پیغام ورکوي چې؛ له پوځ سره خیانت له هېواد سره خیانت دی.

د پاکستان د پوځ د دوو قدرتنمدو جنرالانو عکسونه په هغو سترو پوسټرو کې لګول شوي چې؛ له خلکو غواړي له پوځ او "آی. اېس. آی" سره باید مینه وکړي.

په لارو کوڅو او موټرو کې داسي شعارونه لګول شوي چې؛ "د پاکستان له پوځ سره خیانت له وطن سره خیانت دی؛ د پاکستان پوځ او [آی. اېس. آی] پرمونږه ګران دی."

په حامد میر باندې برید:

د پاکستان د پوځ د تبلیغاتو او پوسټرونو کار وروسته له هغه چټک شو؛ چې د تیري شنبې په ورځ د پاکستان د جیو تلویزون پر نطاق حامد میر باندې وسله والو ډزې وکړې او ټپي یي کړ.

په میر باندې شپږ ډزې وشوې او له پیښې څخه لږ وروسته د هغه ورور چې یو خبریال دی؛ په جیوټلویژن کط راڅرګند شو او ويې ويل چې؛ دا حمله د پاکستان د پوځي استخباراتو یا "آی. اېس. آی" کسانو کړې ده. ټلویزیون په مکرر ډول د "آی. اېس. آی" د رییس جنرال ظهیر الاسلام عکسونه هم په راپور کې وښودل.

د پاکستان دفاع وزارت د رسنیو د تنظیم حکومتي ادارې څخه وغوښتل چې؛ جیو ټلویزیون دې بند کړي. دا ټلویزیون ممکن د می میاشتې په پیل کې بند شي.

دا چې د جیو ټلویزیون راپور او پرحامد میر باندې حملې کې د "آی. اېس. آی" د لاس درلودلو ادعا د پاکستان پر پوځ څه ډول اغیز کړی؛ په دې اړه د پاکستان یو خبریال اعجاز خټک آزادي راډیو ته وویل:

"د داسې خبرونو خپرولو، زما په فکر، د پاکستان د استخباراتي ادارې عزت ته ډېر زیات تاوان رسولی دی. کله چې د پاکستان په یوه پیژندل شوي او مهم نظاق باندې د برید خبر خپور شو؛ خلک ټلوزیونونو ته ناست وو او د جیو ټي. وي په ښیښه یې همدا راپورونه کتل چې د حامد میر ورور دا خبره رامنځ ته کړه او د آی. اېس. آی پرضد یې توورنه ولګول.

ټلویزیون بیا وروسته په مختلفو پروګراومونو کې همدا الزام او د آی. اېس. آی د مشرانو تصویرونه په مکرر ډول څو ساعته خپاره کړل. زما په فکر، دې کار د پاکستان پوځ ته ډير زیات زیان رسولی او دا ډول غبرګون یې ښکاره کړی دی."

ټلویزیون راپور ورکړی چې؛ د پوځ یو لږ شمېر پلویانو د پوځ په ملاتړ د هېواد په ځینو برخو کې لاریون کړی او د دوی خپرونې هم په همدغو سیمو کې بندې شوي دي.

اسوشئېټډپرېس آژانس وایي، د دغو لاریون کوونکو هویت ندی په ډاګه شوی. ځيني وایي، دا کسان د اسلام آباد اوسیدونکي دي، ځيني نور بیا وایي، دوی د یوې مذهبي ډلې د مشر فرقان مرتضی پلویان دي. مرتضی د پاکستان د سوداګرو د ښیګڼې د ټولنې مشر دی.

کله چې له مرتضی څخه د مسالې په اړه وپوښتل شول هغه دا خبره رد کړه چې؛ پوځ ګوندې د دوی کسان لاریون ته هڅولي وي. دی وایي، دا د خلکو احساسات دي.

د لاریونو لپاره اجازه:

آژانس زیاتوي، په پاکستان کې د لاریونونو لپاره باید خلک مخکې له مخې له چارواکو څخه اجازه واخلي؛ خو دغو لاریون کوونکو په اسلام آباد کې مربوطه ادارې ته مراجعه نه ده کړي.

د "آی. اېس. آی" یوه چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې، اسوشیېټډدپرس آژانس سره خبرو کې یې دا مساله رد کړې چې؛ دغې ادارې لاریون کوونکی هڅولې دي.

له ۱۹۴۷ کال یعنې د پاکستان له تشکیل راهیسې لومړی ځل و؛ چې یوه ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره پوره کړه او سیاسي قدرت د انتخاباتو له لارې په دغه هېواد کې انتقال شو. خو بیا هم ژورنالیستانو ته د پوځ او حکومت له خوا ګواښونه کیږي.
XS
SM
MD
LG