د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د ملا ذاکر استعفي د افغان سولې په بهیر څومره تاثیر کولای شي؟


د سولې د عالي شورا ځینې غړي د طالبانو د پوځي کميسیون د مشر ملا عبدالقیوم ذاکر استعفی یوه مهمه مساله بولي او وايي، دغه بدلون د افغانستان د سولې په پروسې هم تاثیر لرلای شي.

د سولې د عالي شورا یوه غړي قاضي محمد امین وقاد د دوشبنې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ دی هیله من دی، طالبان د سولې پروسه په خپلې ستراتیژۍ کې شامله کړي:

"موږ امیدواریو چې د سولې پروسه د طالبانو په سترایژۍ کې شامله شي؛ دغه بدلونه هم تاثیر لري او د دې معنی به دا وي چې؛ د سولې مساله د طالبانو د اسلامي تحریک ته هم د اصل په حیث باندې ارزښ لري او دې خواته به توجو کیږي؛ نو موږ اومیدواره یو دغه بدلونونه د سولې په پروسه کې مثبت تاثیر وکړي؛ د سولې عالي شوار سره د سولې په اړه تفاهم ته امده شي. "

ښاغلي وقاد هیله څرګنده کړه، طالبان به د سولې عالي شورا سره سره نیغ په نیغه اړیکې ونیسي.

په دې وروستیو کې ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې؛ د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د خپلې ناروغۍ له امله چې له ډېره وخته ورپېښه وه؛ استعفی ورکړه.

"ډي. پي. اې" خبري اژانس د افغان حکومت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ لیکلي، ملا ذاکر د سولې د خبرو سرسخت مخالف و او د هغه استعفا به منځلارو طالبانو ته موقع ورکړي چې؛ د افغانستان له دولت سره خبرې وکړي.

ملا ذاکر چې په ګوانتانامو زندان کې له امریکایانو سره زنداني و؛ په دوه زرو اووم کال کې د افغانستان حکومت ته وسپارل شو؛ چې یو کال وروسته خوشې کړای شو.

خو بل خوا د سیاسي چارو ځینې کتوونکي وايي چې؛ د نوموړي استعفی به د طالبانو په پوځي لیکو کوم تاثیر ونه کړي.

نظر محمد مطمئن چې د طالبانو په حکومت کې یې کار کړی؛ هم په همدې نظر دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې؛ ملا ذاکر د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هم پوځي چارې پرمخ وړې:

"ملا ذاکر د طالبانو په پنځه کلنې موده کې هم نظامي چارې په مخ بولې په وروستیو دولسو کلونو کې یې په ګونټانامو کې مشکلات تېر کړل او وروسته درې کلونه یې بیا هم په سختو ستونزو کې تېر کړل. زما په نظر هم به روغتیايي مشکلات وي او هم به د دی د عمر تقضا همدا وي چې؛ دی د یو څه وخت لپاره استراحت وکړي او زه په دې نظر یم چې، کېدای شي، یوځل بیا هم په راتلونکي کې همدا سړی که اړتیا وه؛ نظامي لیکو ته ولاړ شي."

ځینو رسنیو د طالبانو له قوله هم تایید کړې چې؛ ملا ذاکر د روغتیايي ستونزو له امله استعفی کړې؛ خو د طالبانو په مشرتابه کې اوس هم رول لري.

که څه هم د سولې د عالي شورا ځینې غړي؛ د نوموړي استعفا ته په نیک نظر ګوري؛ خو پخوا لیدل شوي چې، د طالبانو د لومړۍ لیکې په مشرانو کې ادلون بدلون د سولې په پروسې ژورې اغیزې نه دي کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG