د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

"د لومړنیو نتیجو په اړه د شکایتونو د ثبتولو موده وغځول شوه"


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون وايي؛ تر پرون ماښام پورې هېڅ یوه کاندید د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی.

د دغه کمیسیون چارواکي وايي چې؛ د ولسمشرۍ کاندیدان اوس لاډېر وخت لري چې؛ خپل شکایتونه کمیسیون ته وړاندې کړي؛ ځکه د دوی په خبره د کاندیدانو د شکایتونو د ثبتولو لپاره ټاکل شوې موده ۲۴ ساعته وغځېده.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو د کمیسیون مرستیالې ریدا اعظیمي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

"موږ د مطبوعاتو له لارې دغه مساله اوریدلې ده چې؛ د کاندیدانو هم دغه غوښتنه وه او په خپله موږ هم فکر وکړ چې؛ دغه موده چې دوی ته ټاکل شوې ده؛ ډېر لږ وخت دی، مخصوصاً هغه وخت چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د نتایجو لست اعلان کړ؛ ډېر ناوخته و، نو د کاندیدانو لپاره لږ وخت پاته و. له همدې کبله موږ ټولو غړو په کمیسیون کې دا پرېکړه وکړه چې؛ دا موده باید تمدید شي."

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون د مخکیني اعلان له مخې د ولسمشرۍ کاندیدانو د پرون ماښام تر اوو بجو پورې وخت درلود چې؛ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اړه خپل شکایتونه ثبت کړي.

د لومړنیو نتایجو له مخې چې د شنبه په ماښام د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوه، عبداله عبداله ۴۴،۹ فیصده او اشرف غني احمدزي ۳۱،۵ فیصده رایې اخستي دي.

دغه دوه کاندیدان چې تر اوسه په ټولو کې مخکښ دي؛ د انتخاباتو پر مهال د درغلیو او سرغړونو د جدي ارزونې غوښتنه کوي.

ښاغلي عبداله د یکشنبې په ورځ وویل چې؛ د هغو شکایتونو په اړه چې مخکې یې ثبت کړي وو؛ تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

بل خوا ښاغلي احمدزي د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ چې؛ د واقعي او تقلبي رایو په بیلولو کې یې لازمه توجه نه ده کړې.

د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نور محمد نور بیا د دغه انتقاد په ځواب کې وايي:

"دا یوه لویه پروسه ده. اوس د شکایاتو د اورېدو کمیسیون وار رسیدلی چې؛ په هر هغه ځای کې چې درغلي او سرغړونې شوي وي او په اړه یې شکایت موجود وي؛ دغه کمیسیون مکلف دی چې؛ هغو ته ورسیږي. موږ په وار وار ویلي چې؛ یوازې د خلکو یا د محلاتو ورقې چې زموږ سیسټم کې یې کومه ستونزه نه درلوده؛ پروسس شوي او دې ته آماده دي چې دغه موضوعات رسماً له خلکو سره شریک کړای شي.

اوس د شکایاتونو د اورېدو د کمیسیون وار دی. دوی کولی شي، ټولې درغلۍ او سرغړونې جلا کړي او موږ ته یې په بشپړ ډول راولیږي او موږ به یې په سیسټم کې پلی کړو."

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون هم وايي چې؛ هڅه کوي په دقیق ډول ټول شکایتونه وارزوي.

ټاکل شوي د انتخاباتو وروستي نتایج د شکایتونو تر ارزونې وروسته د ثور د میاشتې پر ۲۴ نېټه اعلان شي.

که چېرې په وروستیو نتایجو کې هم هیڅ یوه کاندید پنځوس جمع یو فیصده رایې پوره نه کړې؛ نو دوه مخکښ کاندیدان به په جوزا میاشت کې دوهم دور انتخاباتو کې سیالي کوي.
XS
SM
MD
LG