د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

دوه مخکښ کاندیدان د لومړنيو نتیجو له اعلانه خوښ نه دي


د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان په غبرګون کې یوه مخکښ کاندید عبدالله عبدالله وویل چې؛ که په انتخاباتو کې منظمې درغلې نه وې شوې نو دا نتیجه به بل ډول وه.

ښاغلي عبدالله وویل، چې وروسته له دې باید د رایو او شکایتونو د څیړنې پروسه په پوره شفافیت سره ترسره شي:

"هغه څیړنې او اسناد چې موږ یې لرو په هر حال او هرو شرایطو کې زموږ د ټیم بریا معلومه ده.

خو څه باید وشي، دا چې تراوسه د رایو څیړنه نه ده شوې؛ ډیر کارونه پاتې دي، پاتې پروسه باید په بشپړ شفافیت سره ترسره شي. په هرګام کې موږ څارنه کوو او د افغانستان د خلکو له هرې رایې څخه دفاع کوو."


ښاغلي عبدالله وویل چې، تراوسه هیڅوک دا اټکل نه شي کولای چې؛ د جمهوري ریاست انتخابات به دویم دور ته ځي؛ ځکه چې لا شکایتونه نه دي څېړل شوي.

هغه د انتخاباتو له کمیسیون څخه وغوښتل چې؛ د رایې ورکولو په ورځ په ځینو مرکزونو کې د رایې ورکولو د پاڼو د کمېدو په اړه خلکو او دوی ته ځواب ووايي.

ښاغلي عبدالله وویل، تراوسه یې چې څومره شکایتونه کړي هیڅ ډول ځواب او معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ چې؛ د دوی له بیا بیا غوښتنې سره سره یې پاکې او ناپاکې رایې بیلې نه کړې.

هغه وویل، که شکایتونه څیړل شوي وای، نو د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ فاصله به څو ځله کمه وه.

ښاغلي احمدزي وویل چې، په دې کې هیڅ شک نشته چې انتخابات دویم دور ته ځي او دوی ته پوره چمتوالی لري:

"موږ باید کامل وضاحت ولرو چې؛ انتخابات دویم دور ته ځي او د اساسي قانون له مخې دویم دور انتخاباتي حتمي دي. په دې کې هر ډول شک او ترتدید د افغانستان ملي مسایل او ثبات تر سوال لاندې راولي. نو موږ په ټینګه اراده د انتخاباتو په دور کې برخه اخلو."

هغه وویل، د خلکو غوښتنه دا ده چې د پردې تر شا جوړجاړی ونه کړي.

نوموړي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه وغوښتل چې؛ خپل هغه کارکوونکي له کاره ګوښه او عدلي ارګانونو ته ور وپیژني چې؛ په درغلیو کې ښکیل دي.

هغه ادعا وکړه چې ځینو حکومتي چارواکو هم په درغلیو کې لاس درلود او که یې حکومت ګوښه نه کړي بیا به هم درغلي وکړي.

تراوسه د دغو کاندیدانو د انتقادونو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو د یادو انتقادونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی ټینګار کوي چې، د انتخاباتو د پروسې شفافیت ته پوره هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG