د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

د ثور اتمه د مجاهدینو بریا او ناخوالې


له اوس نه دوه ویشت کاله مخکې د ثور په اتمه نیټه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله کمونست پلوه حکومت ړنګ او مجاهدین بریالي شول.

مجاهدینو له څوارلس کاله جګړو،تلفاتو اود ډیرو ستونزو نه وروسته کابل ونیوه.

که څه هم د ثور اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا ورځ ده خو په کابل کې د مجاهدینو د خپل منځیو جګړو له امله دې ورځې ته هم لکه څنګه چې لازمه ده ټول خلک په ښه سترګه نه ګوري.

خلک او ان سیاسي څیړونکي وایي، چې په ۱۳۷۱ لمریزکال کې د ډاکټرنجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته یو شمېر جهادي مشرانو د واک د ترلاسه کولو پر سر په کابل کې سخت جنګونه وکړل.

له اوس نه دوه ویشت کاله مخکې مجاهدینو د صبغت الله مجددي په مشرۍ اسلامي دولت رامنځ ته کړ او له څو میاشتو وروسته له ښاغلي مجددي نه برهان الدین رباني د دولت مشري ترلاسه کړه او جنګونه پیل شول.

په کابل کې د مجاهدینو ترمنځ د خپل منځیو جګړو په ترڅ کې کابل په کنډوالو بدل شو او لسګونه زره ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

عام خلک د ثور د اتمې یا د مجاهدینود بریالیتوب د ورځې په اړه بېلا بېلا نظرونه لري، څوتنو په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

" ۱- هغه وضعیت ډیرخراب وو،جنګ وو ،چاه ژوند نشوکولای او هرچاه خپلې کډې ایستلې.
۲- زما نوم بلال دی،د ثورله اتمې وروسته چې کلونه پرې تیرشول جنګ ډیروو.
۳- دا نیټه د مجاهدینولپاره یوښه نوم دی ځکه شوروي لښکریې له دې هیواد نه و ایستل.
په کاردا دي چې هرافغان دا ورځ په یاد ولري."


د ثور اتمه یا د مجاهدینو د بریالیتوب ورځ په لومړیو کلونو کې د ځانګړو جشنونونو او پوځي مراسمو په ترڅ کې د دولتي چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو په حضور کې په کابل او ځینو ولایتونو کې نماځل کیده.

خو کله چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې وسله والو مخالفانو په کابل کې پر دې مراسمو حمله وکړه له هغې وروسته یوازې د ارګ په انګړ کې دا ورځ په مختصرو مراسمو کې نمانځل کیږي.

یو شمېر پخواني جهادي مشران سره له دې چې دا ورځ تاریخي او له ویاړه ډکه بولي خو وایي، چې جدي ستونزې او ناخوالې یې هم رامنځ ته کړې.

پخواني جهادي مشر محمد امین وقاد ازادۍ راډیو ته وویل، چې ګناه په هغو جهادي مشرانو کې وه چې د واک د ترلاسه کولو پر سر یې کورنۍ جګړې پیل کړې:

"د ثور د اتمې بریا یوه غوښتنه او مطلوب کاروو، خو دا چې د وخت چارواکو او جهادي مشرانو چې د دولت مشري استاد رباني کوله او حکمتیار صاحب صدراعظم وو واقعآ ډيرې تیروتنې وکړې.

د خپلو تیروتنو بیه دوی هم پرې کړه او ملت هم غټ زیان ومانه."


که څه هم په کابل ښار کې د مجاهدینو له کورنیو جګړو نه شاوخوا اولس کاله تیریږي، خو لا هم په دې ښار کې ځیني ړنګې شوې سیمې او ودانۍ تر سترګو کیږي.

یوه له دې ودانیو نه د دارالامان ماڼۍ ده چې د مجاهدینو د خپل منځیو جګړو ښکار شوه او لا هم نه ده رغول شوې.

په همدې حال کې یو شمېر څیړونکي د دې ترڅنګ چې په کابل کې د مجاهدینو کورنۍ جګړې غندي وایي، چې د دې جنګونو تر شاه د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو لاس درلود:

د سیاسي چارو کتوونکی زبیر شفیقي هم ورته نظر لري:

"د څوکۍ او واک شخصي غوښتنې وې، خو له شک پرته د پردې تر شاه سیمه ییزې او نړېوالې استخباراتي کړۍ هم ولاړې وې.

هغوی په ډیرمهارت خپله لوبه کوله او هغه لاس ته راوړنې چې په زیارونواولس ترلاسه کړې وې د همدې استخباراتي کړیو د سترو اهدافوقربانې شوې."


د سیاسي مسایلوڅیړونکي د افغانستان شپږدیرش کلنې کشالې اوستونزې ته په پام وایی چې په دې هیواد کې د حل یوازینې لارسیاسي روغه جوړه اوسوله ده.

د دوی په باور که چیرې په افغانستان کې ښکیلې خواوې له تیرو تجربونه سمه استفاده ونکړي نواوسنۍ جګړه به همداسې روانه وي لکه چې د ثورد اومې له خونړۍ کودتا پیل او دثورتراتمې اوله هغې وروسته تراوسه یې دوام کړی.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG