د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د جنوبي کوریا مرکز سیول ته ورسید.
اوباما د لري ختیځ څلورو هېوادو ته د رسمي سفر په اوله ورځ جاپان ته تللی و او له صدراعظم شین زو ابې سره په کتنه کې یې ټینګار وکړ چې؛ له جاپان سره د څو لسیزو دفاعي تړون ته متعهد دي.
مخکې ویل شوي وو چې، د امریکا ولسمشر د لرې ختیځ هیوادو ته په سفر کې غواړي چې د سوداګرۍ یو شمیر مهم تړونونه لاسلیک کړی.
هغه پرون د جاپان له صدراعظم سره په کتنه کې د امریکا او جاپان ترمنځ د ازاد تجارت پر یوه تړون او د مهمو زراعتي مارکیټونو د پراختیا په ارتباط خبرې وکړې؛ خو کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.
اوباما به نن د جنوبي کوریا له چارواکو سره هم پر سوداګریزو مسایلو او د شمالي کوریا د اټمي تهدید په اړه وغږیږي.
خو هغه نن سیول ته له رسیدو سره سم په خبري کنفرانس کې د اوکراین د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.
جمهور رییس بارک اوباما وویل، د اوکراین حکومت د جنیوا د تړون عملي کولو ته پر خپلو ژمنو عمل کړی؛ خو یو وار بیا یې پر روسیه انتقاد وکړ چې؛ د خپلو ژمنو په ارتباط څرګند دریځ نه لري:
"موږ ګورو چې د اوکراین حکومت خپلې ژمنې عملي کوي؛ خو روسیې لا هم په څرګند ډول د مسکو پلوو وسله والو له خوا د دولتي ودانیو اشغال په څرګند ډول نه دی غندلی او نه یې هم د بحران د کمولو لپاره له خپله نفوذه کار اخیستی دی."
جمهور رییس اوباما زیاته کړه چې؛ نن به د یو شمیر عمده اروپايي هیوادو له رهبرانو سره وغږیږي او د جنیوا تر موافقې وروسته، د اوکراین د وضعیت پر څرنګوالي به خپل نظر ورسره شریک کړي:
"د یوه اساس رامنځ ته کول مهم وو؛ ځکه چې که وضعیت لا بحراني شي او یا روسیه په اوکراین کې پوځي مداخله وکړي؛ اروپايي رهبران د سکتوري بندیزونو لګولو ته تیار وي چې؛ هراړخیز عواقب به ولري."
ولسمشر اوباما به نن په سیول کې وي.