د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

په کراچۍ کې چاودنې څلور وژلي او دېرش يې ټپيان کړي


نن ماسپښين د پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنه شوې، چې تر اوسه پورې په کې د څلورو تنو د وژل کېدو او پينځويشتو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى. ويل کېږي چې چاودنه پر يوه دولتي موټر باندې شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ هم يو لوړرتبه پوليس افسر په يوه ځانوژونکي بريد کې و وژل شو.

د جمعې په ماسپښين تر لمانځه وروسته د کراچۍ ښار «ډيفنس» سيمې ته نيژدې په «ګيزري» نومي ځاى کې زوروره چاودنه وشوه؛ چې شاوخوا دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چاودنه يوه جومات ته نيژدې پر يوه دولتي موټر باندې په داسې وخت کې وشوه؛ چې خلک همدغه مهال د جمعې له لمانځه را وتلي وو. عيني شاهدان وايي:

«زه له لمانځه را روان وم چاودنه وشوه، اندېښمن شوم، خو ښه شو خداى جومات بچ کړى وو، چاودنه پر جومات ونه شوه.

زه لمانځه ته تللى وم، په کوڅه کې وم، چې چاودنه وشوه، ما ګومان کاوه، چې د لارۍ ټاير و چاودل شو، خو ټاير نه وو، چاودنې شوې وه، چې مړي او ټپيان مي وليدل پر شا مي منډې کړې.»

د سيند ايالت د اطلاعاتو ايالتي وزير شرجيل مېمن د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، وسلوالو د يوې نوې تګلارې له مخې د سيند ايالت پر حکومتي چارواکيو او موټرو بريدونه پيل کړي دي، وايي د چاودنې ځاى ته څېرمه درې حکومتي موټر ولاړ وو او داسې ښکارېږي چې هدف يې حکومتي چارواکي وو.

شرجيل مېمن وايي په کراچۍ کې بمي حملې مخکې هم کېدې، خو اوسنۍ هغه له پخوانيو دا توپير لري، چې پخوا به يې وسلوالو مسووليت مانه، خو اوس يې مسووليت پر غاړه نه اخلي. شرجيل مېمن د پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو ور واچوله:

«اوربند پاى ته رسېدلى، تر هغه وروسته ټول ملک له خطر سره مخامخ دى او داسې ښکاري چې هدف يې سيند ايالت دى، ځکه چې په سيند کې موږ تل د ترهګرو په خلاف جنګېدلي يو، مرکزي حکومت هم نور بايد فکر وکړ، له ترهګرو سره ډېر مفاهمت وشو، مذاکرات ورسره وشو، نور نو يواځينى حل دا دى، چې د وسلوالو په خلاف عمليات وشي.»

مړي او ټپيان سمدستي جناح روغتون ته يووړل شول، د سيند د روغتيا د وزير ډاکټر صغيراحمد په وينا په چاودنه کې تر اوسه د يوې ښځې په شمول څلور تنه وژل شوي او دېرش تنه ټپيان شوي دي، چې وايي په هغوى کې هم د پينځو تنو حالت د اندېښنې وړ دى.

«دا چاودنه په ډيلي کالونۍ کې په ګيزري نومي ځاى کې مسجد ته نيژدې شوې ده، لمونځ کوونکي يې هم هدف ګرځېدلي، لارويان، رخشې، موټر او په ښاري بسونو کې سپاره خلک يې هم هدف ګرځېدلي دي، د پينځو کسانو حالت نازک دى، خو په ټپيانو کې ښځه او ماشومان نه شته، اکثره ځوانان يا د پاخه عمر کسان دي، څو سپين ږيري هم په کې شته.»

د يادونې وړ ده چې پرون د اپرېل پر څلرويشتمه نېټه هم د کراچۍ په زړه سبزي منډۍ سيمه کې يوه ځانوژونکې حمله شوې وه، چې د يوه پوليس مشر شفيق تنولي په شمول څلور تنه په کې وژل شوي او پينځلس تنه په کې ټپيان شوي وو، خو د پرونۍ او نننۍ چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

رپوټ: بارکوال مياخېل
XS
SM
MD
LG