د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

کري: روسیې د اوکراین په اړه د جنیوا د تعهد د تطبیق لپاره ګام نه دی اوچت کړی


د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري د اپريل په ۲۴مه په يوه اعلاميه کې په ډيرو سختو الفاظو رسنيو ته ويلي دي چې؛ روسيې د اوکراين په کړکېچ کې د کموالي لپاره چې په جنيوا کې کوم تعهد کړی و؛ د هغه د تطبيق لپاره يې تر اوسه پورې يو جدي ګام هم نه دی پورته کړی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د روسيې سره د اوکراين د کړکېچ په هکله په جنيوا کې شوي موافقې په هکله وايي:

"د جنيوا موافقه تفسير او تشرېح ته ضرورت نه لري. دا توافقنامه ناڅرګنده، مبهمه او يا انتخابي نه ده."

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير د اوکراين د دولت ستاينه وکړه چې؛ د توافقنامې له لاسليک کولو وروسته يې د دې تعهد د تطبيق لپاره هلې ځلې کړې دي.

د توافقنامې د لاسليک له لومړۍ ورځې را په دې خوا، اوکراين خپلې ژمنې عملي کړي دي. صدراعظم ارسيني ياڅينیوک پر خپله خبره درېدلی دی. هغه ډير ژر دا ومنله چې، د دولتي ودانيو د خالي کولو په هکله به مرسته کوي.

هغه په اوکراين کې د مسيحيانو د مذهبي جشن له خاطره د تروريزم پر خلاف عمليات وځنډول؛ پر دې سربيره چې د خپلې سيمې او خلکو دفاع د دوی حق دی.

جان کېري دا هم ويلي دي چې؛ که روسيه د اوکراين بې ثباته کولو ته دوام ورکړي، د دې کار پای به ګران او خطرناک وي.

دا په داسې حال کې دی چې؛ په ملګري ملتونو کې د روسيې سفير ويټالي چورکين د دې هيواد تلويزيون ته په یوه مرکه کې ويلي دي؛ د ملګري ملتونه بايد د روسيې په اوکراين کې د مخالفې سياسې ډلې پر خلاف له وسله واله زوره کار اخيستل وغندي.

د امريکا د دفاع وزير چک هېګل مکسيکو ته په يوه سفر کې ويلي دي؛ د روسيې له خوا د اوکراين پر پوله پوځ کښېنول ډير خطرناکه او پاروونکی کار دی.

راپور: ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG