د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

په پاکستان کې د ښځو او مذهبي اقلیتونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندیښنه


د پاکستان د بشري حقونو د څارنې کمیسون په خپل نوي رپوټ کې د ښځو او مذهبي اقلیتونو د وضعیت د خرابیدو له امله شدیده اندیښنه څرګنده کړې ده.

دوی وايي، چې یوازې تېرکال په پاکستان کې لږترلږه ۸۶۹ ښځې د ناموسي قتلونو قرباني شوي او تر اته سوه زیاتو ښځو ځانونه وژلي دي.

دا کمیسون په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو، هندوانو او مسیحیانو وضعیت د خرابېدو په حال کې څرګندوي او پر خپل حکومت انتقاد کوي چې؛ د خلکو د ژوند په خوندي کولو کې پاتې راغلی.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمیسون وايي؛ حکومت پر خپله خاوره د حقاني د شبکې په څير ترویستي ډلو ته ځای ورکوي او په ټولنه کې د افراطیت پراختیا ته لاره هواروي.

د دې کمیسون ویاند حسین نقي، نن له لاهوره په ټلفون ازادي راډیوته وویل:

"په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو یو دلیل افراطیت ته پراختیا ورکول دي. په دې کې سخت دریځې افراطي ډلې لاس لري. د وضعیت د خرابېدو تر شا یوازې طالبان نه بلکه حکومت هم دی؛ ځکه د پاکستان حکومت محافظه کاري کوي او طالبانو ته وته ايډیالوژي لري."

حسین نقي په پاکستان د خبریالانو وضعیت د شدیدې اندیښنې وړ وبلل او ویې ویل چې، پر ژورنالیستانو پرله پسې حملو هلته د بیان ازادي او د مطبوعاتو فعالیت له تهدید سره مخامخ کړی دی.

حسین نقي ټینګار وکړ چې، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د اسلام اباد د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په رسمیت نه پيژني:

"موږ دې ته د سولې مذاکرې نه وایو، ځکه زموږ په باور هغه خلک چې قانون او دولت نه مني د سولې د مذاکرو وړ نه دي. هغوی باید اول قانون ومني او بهرني وسله وال زموږ له خاورې وباسي. هغه بهرنیان چې له ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او ځينې عربي هیوادو راغلي او زموږ خاوره یې اشغال کړې باید وایستل شي.

موږ فکر نه کوو، چې حکومت له هغو کسانو چې له وسله وال تشدد او مخدرو موادو خپل فعالیتونه تمویلوي؛ د سولې د درناوي توقع کولای شي."

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسون ویاند وویل؛ د خلکو د امنیت ټینګول او د هغوی د حقونو خوندي کول د حکومت قانوني مسولیت دی او ورته ښايي چې د حقاني په څير ترویستي ډلې له خپلې خاورې وباسي:

"د پاکستان حکومت باید د حقاني او اسامه بن لادن په څير افراطي ډلو ته اجازه ورنه کړي چې؛ د پاکستان خاوره اشغال او د پاکستانیانو ژوند له خطرسره مخامخ کړي."
XS
SM
MD
LG