د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د قسمي نتیجو د اعلان په اړه د مخکښو کاندیدانو د کمپاین د مسوولینو غبرګونونه


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د څه باندې دوه اتیا فیصده رایو د قسمي نتایجو له اعلان وروسته دوو مخکښو کاندیدانو د کمپاین مسوولین د دغو نتایجو په اړه مختلف نظرونه لري.

د اشرف غني احمدزي د کمپاین مسوولین وايي چې؛ اعلان شوی رایې ټولې پاکې رایې نه دي، خو د عبدالله عبدالله د کمپاین مسوولین بیا ټولې اعلان شوې رایې پاکې بولي.

د ښاغلي احمدزي د کمپاین یوه ویاند حمیدالله فاروقي ازاډي راډیو ته وویل؛ د دوی له بیا بیا غوښتنې سره سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې نه کړې او د انتخاباتو نو قسمي نتایج یې اعلان کړل.

ښاغلي فاروقي وویل، تمه ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د تقلب رایې له نورو لرې کړي چې؛ په دې توګه به د انتخاباتو نتیجه به د دوی د ټیم په ګټه وڅرخیږي.

د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د څه باندې دوه اتیا فیصدو رایو قسمي نتایج اعلان کړل.

د دې اعلان له مخې عبدالله عبدالله درې څلویښت عشاریه اته فیصده او اشرف غني احمدزي دوه دیرش عشاریه نهه فیصده رایې ګټلي دي.

بلخوا د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین یوه ویاند سید اقا فاضل سانچارکي وايي؛ د دوی په باور تراوسه چې د کومو رایو نتیجه معلومه شوې، ټولې پاکې رایې دي.

هغه وویل، د پاتې رایو او د قرنطین شویو رایو په شمیرل کېدو سره به په لومړي پړاو کې د دوی بریا یقیني شي:

"دا چې یو زور څو محلونه قرنطین شوي دي او اوه سوو څو محلونه باطل شوي دي؛ چې د هغې په اړه د استیناف غوښتنه شوې ده؛ له یوې خوا د دې رایو برخلیک نه دی معلوم او له بل خوا د اولس نیم فیصدو رایو نتیجه نه ده اعلان شوې؛ له دې درکه زموږ په باور د انتخاباتو نتیجه کاملاً معلومه ده او هغه ارقام چې موږ یې لرو، مو د انتخاباتو ګټوونکي یو."

خو پخوا تردې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولینو ویلي وو؛ چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به د تقلب ادعاوې په کلکه وڅیړي.

دوی ویلي، چې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو څه باندې اوه سوه داسې شکایتونه وررسیدلي چې؛ په څېړلو سره یې د انتخاباتو په نتیجه کې بدلون راتلای شي.

ټاکل شوې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي.

وروسته له هغې بیا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون خپلې څیړنې کوي چې؛ د هغوی د څیړنو له بشپړیدو سره به وروستي نتایج د ثور په څلورویشتمه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG