د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

اشرف غني وايي که بریالی شي د جمهور رییس د مرستیالانو شمېر به ۴تنو ته لوړ کړي


که څه هم تراوسه د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو اصلي ګټونکی معلوم نه دی؛ خو په انتخاباتو کې دوه مخکښو کاندیدان، د خپل راتلونکي حکومت د جوړښت پرڅرنګوالي هڅې پيل کړي دي.

اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د انتخاباتو د قسمي پایلو له مخې تراوسه د نورو کاندیدانو په منځ کې مخکښ دي.

د جمهوري ریاست د غه دوه کاندیدان د بریاليتوب په صورت کې په اساسي قانون کې د یولړ بدلونونو دراوستو غوښتوونکي دي.

اشرف غني احمدزي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې له قومي مشرانوسره په غونډه کې وویل؛ که چېرې په انتخاباتوکې بریالی شي په اساسي قانون کې تغیر راوړي او د جمهور رییس مرستیالانو شمېر به څلور تنو ته لوړ کړي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي عباس نویان د پنج شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ ښاغلی احمدزی په اساسي قانون کې په دغه بدلون سره غواړي په هېواد کې ملي یووالی وساتي.

"داسې کمیسیون به جوړ کړو چې، څلور کاله به کار وکړي او بیلابیل موارد چې وړاندیزونه به وي راټول به یې کړ ي او له دغو څلور کلونو وروسته به مونږ لویه جرګه جوړه کړو او که چیرې لویه جرګه یې تصویب کړي چې د اساسي قانون د تعدیل په برخه کې د اساسي قانون له مخې دا امکان پذیر دی."

ښاغلي احمدزي ویلي دي په راتلوونکی حکومت کې به ارشد وزارت رامنځته کړي؛ چې صلاحیت به یې د مرستیالانو له صلاحیت سره یوشان وي او دا پوست به د تاجک قوم یوه مشر ته ورکړي.

د جمهوري ریاست یوبل کاندید عبدالله عبدالله هم غواړي د بریالیتوب په صورت کې د هیواد په اساسي قانون کې بدلون راولي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي دفتر غړي سید آقا فاضل سانچارکي هم د پنج شنبې په ورځ آزادي راډیوسره په خبروکې داسې وویل؛ که ډاکټر عبدالله بریالی شي، نظام به له ریاستي څخه پارلماني ته واړوي:

"د ډاکټر عبدالله په پروګرام کې صدارتي او پارلماني سیستم پیش بیني شوی؛ که چېرې دی قدرت ته ورسیږي؛ د قانون له مخې او د هغه میکانیزم له مخې چې په قانون کې یې تعریف شوی؛ ښايي د نظام شکل له ریاستي نه پارلماني ته په آرام او تدریجي ډول بدلون ورکړي."

خو آیا ولسمشر او د هغه مرستیالان په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د راوستلو اجازه لري؟

د سیاسي او حقوقي چارو شنونکي وايي؛ په اساسي قانون کې د بدلونونو راوستل د اساسي قانون د لویې جرګې صلاحیت دی چې؛ د دغه جرګې د رابللو په صورت کې کېدای شي؛ په قانون کې بدلونونه راشي.

یوتن کارپوه حاجي سید داوود داوود وايي:

"دوی باید د اساسي قانون لویه جرګه راوبولي وروسته بیا د اساسي قانون لویه جرګه صلاحیت لري چې؛ په قانون کې تعدیل راولي یانه، جمهور رییس، د هغه مرستیالان، حکومت او ملي شورا دا صلاحیت نه لري؛ د اساسي قانون لویه جرګه تعریف شوې چې څوک باید په دغه مساله کې ګډون وکړي."

د سیاسي چارو شنوونکي وايي؛ دویم دور ته د انتخاباتو احتمالي تګ ته په کتو دغه دوه مخکښ کاندیدان هڅه کوي؛ څو د یو شمېر قومي مشرانو پام ځان ته واړوي.

د دوی په وینا دا په خپله یو ډول غیر مستقیم کمپاین دی چې؛ دوی له دې لارې غواړي د خلکو پام خپلو پروګرامونو ته واړوي.

خو د انتخاباتو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته به په ډاګه شي چې؛ اصلي ګټوونکی څوک دی او وبه ګورو چې، په هېواد کې څه بدلونونه راولي.
XS
SM
MD
LG