د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د والیبال افغان ملي ټیم تاجکستان ته ماته ورکړه


د افغانستان د والیبال ملي ټیم په یوې دوستانه لوبه کې د تاجکستان د والیبال ټیم ته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ماتې ورکړه.

له لسو کلونو هلوځلو وروسته افغانستان د دې جوګه شو چې د والیبال، د داسې سیالیو کوربه شي.

د افغانستان او د تاجکستان د دوشنبې ښار د ځوانانو د والیبال د ټیمونو ترمنځ لوبه، د صفر په مقابل کې په« درې » امتیازونو د افغان ټیم په ګټه پای ته ورسیده.

دا لوبه د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې وشوه.

د والیبال افغان لوبغاړي، دا لوبه ښه لاسته راوړنه ګڼي او د المپیک له ملي کمیټې غواړي چې؛ د والیبال پراختیا لپاره، نورې داسې سیالۍ هم تنظیم کړي.

د افغانستان د والیبال د ټیم لوبغاړي امید او د تاجکستان د ټیم لوبغاړي دولت په دی اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″۱ - دا ډول دوستانه مسابقې باید ډیرې تنظیم شي، له دې سره د هېواد ورزش لا پراختیا موندلای شي.

۲- دا ډول مسابقې موږ ته ډیرې مهمې دي، زه ویاړم چې په داسې مسابقو کې برخه اخلم، افغان لوبغاړي ډیر ښه وو″

د افغانستان د والیبال د فدراسیون چارواکې وایي، د دې لوبې لپاره یي پرافغان لوبغاړو شاوخوا دوه میاشتې لازم تمرینونه کړي دي.

د دې فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان له لسو کلونو وروسته وتوانید چی د داسې مسابقو کوربه شي.

د افغانستان د والیبال د فدراسیون ريیس ډاکټر یونس پوپلزي ازادۍ رادیو ته وویل، ټاکل شوې ده په راتلونکې کال کې د جنوبي اسیا د هېوادونو
د والیبال مسابقې هم په کابل ښار کې وشي.

ښاغلي پوپلزي راتلونکي کال ته د والیبال د مسابقو د لګښتونو په هکله وویل:

″په دې برخه کې خصوصي سکتور له موږ سره مرسته کړې ده.

اتصالات مخابراتي شرکت او دولت هم غواړي چې مالي مرستې وکړي.″

د والیبال فدراسیون چارواکي وایي، د جنوبي اسیا د هېوادونو د والیبال په سیالیو کې به د سیمي اته ټیمونه برخه ولري.

سربیره پردې په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د والیبال او د نیپال د والیبال د ټیمونو ترمنځ یوه سیالۍ وشي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG