د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

کابل: یوه افغان پولیس درې بهرني ډاکټران ووژل


په کابل کې نن په یوه خصوصي روغتون کې د یوه پولیس په ډزو کې درې بهرنیان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د پيښې په ځای خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې د ماشومانو یوه متخصصه هم شامله ده چې ډېر کلونه یې په افغانستان کې کار کړی دی.

له بلې خوا امنیتي چارواکو دا پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې عامل یې چې یو پولیس دی نیولی او تحقیقات ترې روان دي.

د کیور په خصوصي روغتون کې د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د روغتون یوه ساتونکي په څلورو بهرنیو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د هغوی درې تنه ووژل او یو یې ژوبل کړ.

د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل وايي په وژل شویو کې د ماشومانو یوه متخصصه شامله ده چې له اوو کلونو راهیسې یې له کیور روغتون سره کار کړی.

دې وویل دوه نور وژل شوي پلار او زوی دي او یوه بهرنۍ ښځه هم ټپي شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت هم دا پيښه تایید کړه او ویلي یې دي چې حمله کونکی یې نیولی دی.

د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي هم په یوه بیان کې دا پيښه غندلې او پولیسو ته یې امر کړی چې د پيښې په اړه ژر تر ژره خپلې څیړنې وکړي.

که څه هم په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې په بهرنیانو باندې حملې کیږي خو دا لومړی ځل دی چې د کابل په یوې امن سیمه کې د یوه روغتون ساتونکی پولیس په بهرنیو روغتیايي کارکونکو حمله کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

پخواني:

د کابل امنیتي چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې په کابل کې یوه افغان پولیس درې بهرني ډاکټران ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاندحشمت الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، د کیور خصوصي روغتون یوه ساتونکي چې پولیس دی په دغو ډاکټرانو ډزې کړي او خپله هم ټپي شوی دی.

ښاغلي ستانکزي وویل، حمله کوونکی نیول شوی او تحقیقات ترې روان دي خو د دې کار علت یې نه دی معلوم.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي د دې پيښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او پولیسو ته یې ویلي چې ژر تر ژره دې دا پیښه وڅیړي.
XS
SM
MD
LG