د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې بيا پيل شوې


د پاکستاني حکومت او ددې هېواد د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې ځنډېدلې خبرې اترې يو ځل بيا پيل شوې.

د مولانا سميع الحق په مشرۍ د پاکستاني وسله والو طالبانو د کومېټۍ او ددې هېواد د حکومتي کومېټۍ غړيو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې ددې هېواد د کورنيو چارو له وزير چوهدري نثار علي خان سره وکتل.

د راپورونو له مخې، دا غونډه چې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير له خوا راغوښتل شوې وه، په دې کې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پر روان بهير او يو لړ نورو اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې.

ترغونډې وروسته د پاکستاني وسله والو طالبانو استازي او د حقانې مدرسې مؤسس مولانا سميع الحق له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې که څه هم وسله والو پاکستاني طالبانو له حکومت سره مؤقتي اوربند پاى ته رسولى، خو بيا هم د دواړو لوريو ترمنځ اعتماد پرځاى دى:

"لا هم د وسله والو طالبانو او حکومت دواړو خواو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره د اعتماد ډېروالى موجود دى او دواړه لوري غواړي چې ټولې مسئلې د مذاکراتو له لارې هوارې کړي. موږ هڅه کوو، چې دواړه خواوې غېر پوځي بنديان خوشې کړي او کړې ژمنې عملي کړي."

مولانا سميع الحق همداراز وويل، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير ورته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به هغه ديارلس طالب بنديان خوشې کړي، چې حکومت يې څه موده مخکې د خوشې کولو ژمنه کړې وه.

سميع الحق وويل، دواړه لوري له يو بله شکايتونه لري، خو زه ډاډه يم چې دواړه خواوې به د صبر و زغم نه کار واخلي، د مذاکراتو پروسه به پر مخ بوځي او په وينا يې، موږ به ډېر ژر د طآلبانو له سياسي شورا سره وګورو او د اوربند د غځولو په اړه به ورسره خبرې وکړو.

د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره د روانې مياشت په ٣مه نېټه د هغوى ١٩ غېر پوځي بنديان خوشې کړل او همداراز ويې ويل، چې په نزدې راتلونکي کې به ځينې نور بنديان هم خوشې کړي.

که له يوې خوا د پاکستاني وسله والو طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې ځنډيدلې خبرې اترې يو ځل بيا پيل شوې، نو له بلې خوا د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي په دې باور دي، چې د پاکستاني طالبانو او د حکومت خبرې اترې به ښې نتيجې ونه لري.

پاکستاني وسله والو طالبانو د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه له پاکستاني حکومت سره يو مياشتنى مؤقتى اوربند اعلان کړى و، چې بيا وروسته يې دا اوربند د اپريل تر لسمې نېټې پورې وغځاوه.

طالبانو دا اوربند د روانې مياشت په ١٦مه نېټه پاى ته ورساوه، خو ددې ترڅنګ يې دا اعلان هم وکړ، چې له حکومت سره به د سولې خبرې اترو ته دوام ورکړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG