د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر ته ګواښونه شوي


عبداله شیرزی
عبداله شیرزی
په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشرعبداله شیرزي ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی د دفتر له لوري د یو شمېر راییو له باطلیدو وروسته ګواښونه ورته کیږي او د دې لپاره چې دا ګواښونه سخت دي، دی مجبوره شوی دی چې خپله کورنۍ یوه خوندي ځای ته انتقال کړي.

عبداله شیرزی وایي، له دوو ورځو راپه دې خوا له بېلابېلو لارو تهدید ورته کیږي. دغه ګواښونه تر ډیره د انټرنټ له لارې شوې دي.

شیرزي وویل، وروسته تر دې چې د هرات په مختلفو سیمو کې د رایي ورکولو د ۲۷ مرکزونو رایي باطلې اعلان شوې، د عبداله عبداله د انتخاباتي دفتر مسوولانو ده ته دوه لیکونه واستول او پکې یې ورته لیکلي دي چې دی بیطرفه نه دی. شیرزي څرګنده کړه چې، د دې ګواښونو له کبله دی مجبوره شو چې خپله کورنۍ یوه پټ ځای ته انتقال کړي:

″له دوو ورځو راهیسې تهدیدونه پیل شوې دي. د ډاکټر صاحب عبداله عبداله د دفتر له لورې دوه مکتوبونه ماته راغلي دي چې لحن یې ډير تند دی، همداراز د فیسبوک له لارې موږ ته تهدیدونه کیږي، مسیجونه راځي او پکې څرګندوي چې دا کار مو کړی دی موږ به خپل انتقام واخلو. کورنۍ مې په کابل کې ده، د دې لپاره چې پر خپل کور پیره نه لرم، نو د امنیتي دلایلو له امله مې له یوې سیمې بلې ته انتقال کړې ده او بله چاره مې نه لرله″

په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر زیاته کړه، چې په کابل کې به د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له مرکزي دفتر سره خپلې اندیښنې شریکې کړي.

شیرزي په هرات کې له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د دې ستونزې چاره وکړي، کنه دی مجبوره دی چې له خپلو فعالیتونو لاس واخلي:

″کله چې وایي، موږ خپل غچ اخلو، نه پوهیږم چې هدف یې څه دی، ما وژني، زموږ پر دفتر برید کوي، نه پوهیږم چې څه تصمیم لري. دا د امنیتي مسوولانو وظیفه ده چې زموږ امنیت څرنګه نیسي، خو که داسې ګواښونه وي موږ مجبوره یوو چې خپل کار متوقف کړو″

په هرات کې د عبداله عبداله د دفتر مسوول محمد ناصر خاضع په دغه ولایت کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي تورنوي چې جانبداره دي. خاضع وویل چې دوی خپل شکایت د رسمي مکتوب له لارې دې دفتر ته استولی دی او خپلې اندیښنې یې بیان کړې دي:

″کوم مکتوبونه چې موږ لیکلي دي، له اعتراض او انتقاد پرته مو بله چاره نه لرله. کله چې موږ وینو چې جانبدارانه عمل کیږي نو مجبوره یوو چې د هغه شکایت وکړو. موږ د هغوی د شخصیت په برخه کې هیڅ راز منفي نظر نه لرو، خو د دوی د کارونو په برخه کې منفي نظر لرو″

د دې سربیره په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې په دې ولایت کې تر درې سوه د ډیرو مرکزونو رایي قرنطین شوې دي او دا امکان شته چې د دغو راییو یو شمیر هم باطلې شي.
XS
SM
MD
LG