د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

تورچینوف: د اکراین په ختیځ کې شوی جنایت د روسيي په بشپړملاتړ شوی


د اکراین سرپرست جمهور رئیس الکساندر تورچینوف د هېواد په ختیځ کې د روس پلویو یاغیانو پرضد د بیا عملیاتو غږ کړی او وایي، چې د ده د ګوند یو مهم سیاست وال هم د یاغیانو له خوا په ډيرې بې رحمۍ سره وژل شوی دی.

د اکراین سرپرست جمهور رئیس الکساندر تورچینوف په یوه بیان کې وویل، د سې شنبې په ورځ په ختیځ ښار سلوویانسک کې چې د یاغیانو تر واک لاندې دی، د دوو کسانو مړې میندل شوې چې په بې رحمۍ سره شکنجه او وژل شوي دي.

په وژل شویو کې یو د توریچینوف د متحد اکراین ګوند Batkivshchyna غړی ولادمیر ریباک دی چې څو ورځې وړاندې د یاغیانو له خوا تښتول شوی و.

تورچینوف وایي، دا ډول جنایات د روسیې په پشپړ ملاتړ او تحریک تر سره کیږي.

د اکراین سرپرست جمهور رئیس دغه راز وویل، زه په امنیتي ځواکونو غږ کوم چې د هېواد په ختیځ کې د اکراینیانو د ساتنې په مقصد یو ځل بیا د تروریزم ضد اغیزناک عملیات وکړي.

دا دوهم ځل دی چې د اکراین سرپرست جمهور رئیس الکساندر تورچینوف د هېواد په ختیځ کې د تروریزم ضد عملیاتو اعلان کوي.

د اکراین پولیسو د اپریل په ۱۵ مه په ختیځ کې د تروریزم ضد عملیات پیل کړي وو، خو زیات اغیزمن نه وو او روس پلوي بیلتون غوښتونکې د هېواد په ختیځ کې پر شاوخوا لسو ښارګوټو چې اکثر اوسیدونکې یي روسي ژبې دي، واکمن دي.

د اکراین امنیتي ځواکونو تیره اوونۍ د عیسویانو د اختر یا ایستر د رخصتیو په ورځو کې عملیات بند کړل او ویي ویل، چې دا کار یي د ښه نیت پراساس کړي دي.

اکراین، روسیې، د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیي د اپریل په ۱۷ مه ، په اکراین کې د شخړو د له منځه وړلو په اړه په جنیوا کې یو تړون لاسلیک کړی و.

د دغې معاملې پر اساس، له ټولو وسله والو غوښتل شوی چې خپلې وسلې تسلیم کړي او اشغال کړي دولتي ودانۍ باید پریږدي.

په سلوفیانسک او نورو ختیځو ښارونو کې روس پلویو وسله والو د جنیوا د تړون خیال نه دی ساتلی، اکراین او روسیې یو بل د تړون په نه عملي کولو تورن کړی دی.

ویاچیسلاف پونوماریوف چې ځان یي د ختیځ ښار سلوفیانسک بیلتون غوښتونکی ښاروال اعلان کړی، د سه شنبې په ورځ یي په یوه خبرې کنفرنس کې وویل، پرښار ممکن د شپي له خوا حمله وشي، خو دوي د حملې په شا تنبولو او دفاع ته چمتو دي. ده دغه راز ومنله چې یو ژورنالیست یي یرغمل کړیدی.

پونوماریوف د یرغمل شوي ژورنالیست نوم یاد نکړ، خو په سیمه کې نور خبریالان وایي، چې یرغمل شوی ژورنالیست امریکایي تبعه سایمن اوستروفسکې Simon Ostrovsky دی چې د دوشنبې په ورځ د وسله والو له خوا نیول شوی و.

د وایس نیوز Vice News په نامه خبرې موسسه وایي، دوي په مسلې خبر دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره یي اړیکه ټینګه کړیده.

د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس جو بایډن، کییف ته د سفر پرمهال روسیې ته خبرداری ورکړ چې د اکراین په ختیځ کې دي نورې پارونې نه کوي.
XS
SM
MD
LG