د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

واشنګټن پوسټ: اغاجان معتصم کابل ته راغلی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له عربي متحدو اماراتو څخه کابل ته د طالبانو د پخواني مشر ملا اغا جان معتصم د راستنیدو او ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې په افغانستان کې د پاته کیدونکو امریکایي عسکرو د شمېر په هکله مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

د طالبانو دغه پخوانی لوی مشر چې د عربي اماراتو د حکومت له خوا خوشې شو د سولی په هڅو کې د همکاري لپاره کابل ته ستون شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر ملا اغا جان معتصم چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ یې د سولې هلی ځلې کولې یوه میاشت مخکې د عربي متحدو اماراتو د حکومت له خوا د نامعلومو دلایلو له کبله ونیول شو.

واشنګټن پوسټ لیکي، چې جمهور رییس کرزي د خپل ویاند له لارې د ملا اغا جان بندي کیدل وغندل او ويي ویل، چې په افغانستان کې د سولې پټ دښمنان د سولې د تګ لارې د تخریب هڅې کوي.

ورځپاڼه د چارواکو له قوله لیکي، چې ملا اغا جان د عربي متحدو اماراتو له چارواکو سره د جمهور رییس کرزي د تماس په نتیجه کې خوشې او د تیرې یکشنبې په ورځ کابل ته ستون شو.

دغو چارواکو د امنیتي اندیښنو له کبله ورځپاڼې ته زیات معلومات نه دي ور کړي، خو دومره يې ویلي، چې ملا اغا جان اوس په کابل کې دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، چې جمهور رییس کرزی په دی باور دی چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر زوم ملا اغا جان معتصم د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره همکاري کولای شي.

حامد کرزی چې د جمهوري ریاست له دوو دورو وروسته له واکه لیرې کیږي وايي، سوله او اشتي په هېواد کې د څو کلنې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو یواځینی لاره ده.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، چې امریکایي چارواکو په وروستیو څو اونیو کې په خپلو شخصي بحثونو کې له یوه بله دا پوښتنه کړې چې ملا اغا جان په طالبانو کې اوس څومره واک او نفوذ لري. دوی ویلي دي چې د هغه دغه نفوذ د وخت په تیریدو کم شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو په دغه منځ لاري مشر په ۲۰۱۰ کال برید وشو او له سختو ټپي کیدو وروسته ترکیې ته انتقال شو.

هلته یي د خپلو اوسیدو په مهال له رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په سولې ټینګار کاوه.

په داسې حال کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له عربي متحدو اماراتو کابل ته د ملا اغا جان معتصم د ستنیدو په هکله یو مطلب خپور کړی ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي، چې د هغو امریکایي عسکرو شمېرچې د روان کال تر پایه له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاته کیږي امکان لري له لسو زرو عسکرو کم وي او تر پنځو زرو عسکرو پورې هم ورسیږي.

دغه خبره د سپینې ماڼۍ د چارواکو له خولې خپره شوې. ډیلي ټیلیګراف کې دا هم لولو چې د امریکا د سپینې ماڼۍ، دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغانستان له انتخاباتو وروسته په دغه هېواد کې د پاته کیدونکو امریکایي عسکرو د شمېر په هکله خپل بحثونه بیا پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې له پنځو زرو د کمو امریکایي عسکرو د پاته کیدو څیړنه دا څرګندوي چې د سپینې ماڼۍ چارواکي په دی باور دې افغان امنیتي ځواکونه اوس د طالبانو د بغاوت د مخنیوي پوره توان لري.

ډیلي تیلیګراف لیکي، په افغانستان کې پاته کیدونکي محدود شمېر امریکایي عسکر به افغان ځواکونه روزي او د تروریزم ضد عملیات ترسره کوي.

لوړپوړی امریکایي چارواکی، چې خپل نوم یي نه دی ښودلی ورځپاڼې ته ویلي دي چې څیړنې دوام لري او له لسو زرو د کمو عسکرو د پاته کیدو لارې چارې څیړل کیږي.

ډیلي ټیلیګراف لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ په شمول پوځي مشرانو غوښتنه کړې، چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره لږ تر لږه لسو زرو عسکرو ته اړتیا ده او که شمېر له دې کم وي نو عسکر به د خپل ځان په ساتنې ډیر مصروف شي.
XS
SM
MD
LG