د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

فیلډمن: افغان ځواکونه نږدې سل فیصده عملیات رهبري کوي


آیساف وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه اوس په ټول هXواد کې نږدې سل فیصده عملیات رهبري کوي.

د آیساف ویاند جنرال هنزفیلډمنHeinz Feldman ازادي راډیو ته وویل، چې د پخوا په پرتله افغان ځواکونه ښه پیاوړي شوي او کولای شي چې په یوازې سر له امنیتي ګواښونو سره مبارزه وکړي.

که څه هم افغان امنیتي سرتیري د هوایي او ځمکني ځواک په برخه کې پوره سمبال نه دي، خو آیساف وایي چې دغه ځواکونه اوس تقریبآ د ټولو عملیاتو رهبري په غاړه لري.

په کابل کې د آیساف ویاند هنزفیلډمن وایي، چې دا مهال افغان ځواکونه د حکومت له وسله والو مخالفینو او نورو تروریستي ډلو سره مسقیمآ په جګړه کې ښکیل دي او دوی یوازې د هغوی د ملاتړي رول لوبوي.

فیلډمن چې په افغانستان کې یې د ماموریت موده په ختمیدو ده د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی یوازې هغه وخت په جګړه کې برخه اخلي، چې افغان ځواکونه مرسته ځنې وغواړي:

″افغان ځواکونه د هیواد په کچه نږدې ټول عملیات رهبري کوي، مونږ یوازې هغه وخت د عملیاتو مشري کوو، چې خپل عسکر مو په جګړه کې وي، خو افغان امنیتي ځواکونه په واضح توګه په رهبرۍ کې دي، زمونږ په نظر د هروخت په پرتله اوس افغان ځواکونه پیاوړي شوي، واقعآ مونږ له افغان ځواکونو سره مرسته هم کوو، خو هغه وخت چې دوی له مونږ نه د ملاتړ غوښتنه وکړي.″

د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر په مجموع کې درې لکه او دوه پنځوس زرو ته رسیږي چې د وړتیا په اړه یې له خلکو او کارپوهانو سره یو لړ اندیښنې موجودې دي.

پخوا تردې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو هم ویلي، چې ځواکونه یې د تجهیزاتو په برخه کې ستونزې لري، خو بیاهم د هیواد د امنیتي چارو ټنیګښت ته چمتو دي.

خو له دې ډاډ سره سره بیا هم وخت نا وخت په افغانستان کې د ناامنۍ پیښې کیږي او وسله وال مخالفین حتې په کابل کې هم کله نا کله انتحاري او ډله ییزې حملې کوي.

افغان چارواکو له دې وړاندې ویلي، که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، افغان ځواکونه به په یوازې سر ټولو امنیتي ګواښونو ته ځواب ووایي.

په کابل کې د آیساف ویاند جنرال فیلډمن بیا وایي، افغان ځواکونه له موجوده پرمختګ سره سره لا مسلکي کیدو ته اړتیا لري:

″موږ فکر کوو، چې امنیتي ځواکونو نور مسلکیتوب ته هم اړتیا لري، غواړم تاسو ته ځینې نمونې وړاندې کړم، دوی د لوجستیک، استخباراتو او طبي مرستو په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري، مونږ باید په دې برخو کې نورې مرستې هم برابرې کړو، همدا دلیل دی چې مونږ غواړو له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د یوه نوي ماموریت په بڼه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.″

آیساف وایي، د دوی یوشمیر روزونکي به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پاته شي، خو په دې شرط که د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاعي سند لاسلیک شي.

د افغان ځواکونو د پیاوړتیا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په پای کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او یا هم خپل شمیر کم کړي.

امنیتي کارپوهان بیا وایي، ترڅو چې افغان امنیتي ارګانونه د هوایي ځواک په برخه کې په خپلو پښو ونه دریږي، په بشپړه توګه به ورته د ځمکنۍ بشپړتیا او د هیواد د امنیت ساتنه ګرانه وي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG