د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

وزیرانو شورا: د سترو کانونو قراردادونه به نوی حکومت لاسلیک کړي


د افغانستان د وزیرانو شورا پریکړه کړې، چې د سترو کانونو قراردادونه به د دې هېواد نوی حکومت لاسلیکوي.

د چارو د ادارې ویاند سید جواد جوادي ازادۍ راډيوته وویل، د وزیرانو شورا دا پریکړه په قراردادونو کې د ښه غور او شفافت په هدف کړې.

د افغانستان د وزیرانو شورا د نوې پریکړې پر اساس د سترو کانونو د قراردادونو کولو او په دې اړه د هر اقدام صلاحیت د دې هېواد راتلونکی حکومت لري.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند سید جواد جوادي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د وزیرانو شورا هڅه کوي چې د کانونو په برخه کې هر قرارداد په ډیر دقت سره لاسلیک شي:

″د وزیرانو شورا پریکړه کړې د سترو کانونو قراردادونه به راتلونکي حکومت کوي، دغه تصمیم د کارونو د ښه ترسره کولو په هدف نیول شوی، ترڅو راتلونکی حکومت قراردونه په شفاف ډول لاسلیک کړي.″

هغه زیاته کړه، چې د وزیرانو شورا د مصوبې له انفاذ وروسته د ښار او کور جوړولو د سترو قراردادونو په اړه به هم نوی حکومت پریکړه کوي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت له خوا د طبيعې منابعو په اړه تر سره شوې څېړنې ښيي چې په دغه هېواد كې د يو ټرېليون ( زر ميليارده) ډالرو په ارزښت انرژيكي زيرمې موجودې دي.

په څیړنه کې راغلي په افغانستان کې یوازې د سرو زرو او مسو کانونه نه، بلکه په دې هېواد کې د لیتیوم، جستو او ان یورانیمو کانونه هم شته، خو د سرو زرو او مسو کانونه به د دې هېواد د کانونو صنعت او اقتصادي ماشین په حرکت راولي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د وزیرانو د شورا له پریکړې هرکلۍ کوي او وايي، چې راتلونکی حکومت باید د سترو کانونو په قراردادونو کې له خلکو سره معلومات شریک کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″دغه یو نیک کار دی، د دغو قراردادونه واک باید هغه حکومت ته ورکړل شي چې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي دا چې کانونو سترې منابع دي باید راتلونکي حکومت ته وځنډول شي او د کانونو په اړه ژر پریکړې ونه شي.″

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کانونو او پټرولیم وزارت له چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د اقتصادي چارو څیړونکي وايي، چې په افغانستان كې به واړه کانونه ژر ګټې اخستنې ته چمتو شي، خو دا ډیره مهمه ده چې د لویو کانونو د را ایستلو لپاره هم جدي هلې ځلې پیل شي.

د دوی په خبره که څه هم په افغانستان کې د سترو كانونو راسپړل او له هغو نه ګټه اخیستنه شاوخوا پنځلس کاله وخت ته اړتیا لري خو ټینګار کوي چې لوی کانونه به د دې هېواد اقتصاد هم په پښو ودروي.
XS
SM
MD
LG