د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

خيبر پښتونخوا: پر پوليسو بريد او بمي چاودنې، ٩ کسان ووژل


نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په بډه بېره سيمه کې د پوليسو پر موټر وسله وال بريد کړى او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د خيبر پښتونخوا د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، نامعلومو وسله والو د سه شنبې په شپه ناوخته د پېښور په کليوالي سيمې بډه بېره کې د پوليسو پر موټر وسله وال بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د پېنځو پوليسو په ګډون لږ تر لږه ٦ کسان ووژل.

د دوى په وينا، وسله والو هغه وخت پر پوليسو بريد وکړ، چې د هغوى موټر د ګزمې پر مهال له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

پوليس وايي، تر بريد وروسته يې چې کله ټپيان د پېښور ليډي ريډينګ روغتون ته لېږدول، وسله والو پر امبولانس هم ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې د امبولانس ډريور هم ووژل شو.

تر پېښې وروسته د خيبر پښتونخوا ايالتي وزير او د تحريک انصاف جګپوړي غړي شوکت يوسفزي له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي او په دې مهال دا ډول بريدونه د غندلو وړ دي:

"نه يواځې حکومت بلکې د پاکستان ټول ولس غواړي، چې له وسله والو طالبانو سره دې د سولې خبرې اترې کاميابې شي او ددې مذاکراتو د کاميابولو لپاره حکومت ډيرې هلې ځلې کوي. که څه هم تراوسه پورې ددې بريدونو مسووليت کومې ډلې نه دى منلى، خو بيا هم دا بريدونه د زغملو نه دي."

شوکت يوسفزي زياته کړه، حکومت يې هڅه کوي چې مرکزي حکومت پر دې قانع کړي، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو اترو روانې وساتي.

بډه بېره د پېښور_کوهاټ پر لويه لار پرته سيمه ده، چې له قبايل سيمې خيبر ايجنسۍ او نيمه قبايلي سيمې ادم خېلو درې سره نښتې پولې لري او وخت ناوخته پکې پر پوليسو او ځايي امنيتي لښکر وسله وال بريدونه کېږي.

بل خوا د سه شنبې په ورځ سهار د خيبر پښتونخوا د چارسدې په تحصيل بازار کې هم د پوليسو پر موټر بمي چاودنه شوې ، چې له امله يې د امنيتي چارواکيو په وينا لږ تر لږۀ ٣ کسان وژل شوي او شاوخوا ٣١ ټپيان دي.

امنيتي چارواکي وايي، شاوخوا څلور کيلو چاودېدونکي مواد په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي او په خبره يې، په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او ددې ايالت په نورو اړوندو سيمو کې په داسې وخت کې په ترورېستي پېښو او پر امنيتي سرتېرو په بريدونو کې يو ځل ډېروالى راغلى ، چې پاکستاني وسله والو طالبانو ددې هېواد له حکومت سره ٤٠ ورځنى اوربند تېره اوونۍ پاى ته رسولى دى.

د يادونې وړ ده، چې د پېښور د بډې بيرې او چارسدې د وسله وال بريد او بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG