د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

"د ډوبې شوې بیړۍ د کارکوونکو قاتلانه چلند نه شو زغملای"


د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک ګیون-هي
د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک ګیون-هي
د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک ګیون-هي نن وویل، چې په دې هېواد کې د ډوبې شوې بیړۍ د چلوونکي او یو شمېر کارکوونکو قاتلانه چلند نه شي عفوه کیدلای.

دا بیړۍ سیوول فیري [Sewl Ferry] نومیده او ۴۷۶ تنه په کې سپاره وو، چې تیره اونۍ د جنوبي کوریا د ختیځ ساحل په شل کیلو مترۍ کې ډوبه شوه.

د جنوبي کوریا حکومت تر اوسه په پيښه کې د ۸۴ تنو مړینه تایید کړې او ویل کیږي، چې تر ۲۰۰ زیات کسان لا هم ورک دي.

بیړۍ د جنوبي کوریا له اینچیون بندره روانه شوې وه او اکثر مسافرین یې هغه زده کونکي وو، چې په علمي سفر د جیو په نوم تفریحي ټاپو ته تلل.

د بیړۍ د ډوبیدو له امله د جنوبي کوریا پر حکومت انتقادونه ورځ په ورځ زیاتیږي او خلک د دې لپاره چې حکومت چټک عمل نه دی کړی په غصه دي.

خو د جنوبي کوریا ولسمشرې د پيښې ملامتي د بیړۍ پر چلونکي ور واچوله او ویې ویل، چې د بیړۍ چلوونکي مسافرینو ته سپارښتنه کړې وه چې له خپلو ځایو دې نه ښوري.

د ولسمشرې ګیون-هي په وینا، د بیړۍ مسافرینو ته د وتلو په اعلان کې ډیر ځنډ شوی وو او د خلکو د ژغورنې هڅې په داسې وخت کې پيل شوې وې، چې د وتلو ډیرې لارې اوبو بندې کړې وې:

(د بیړۍ د چلوونکي او یو شمېر کارکونکو دا چلند له عقلاني پلوه د منلو وړ نه دی.

دا د قتل په څير کار وو، چې نه شي زغمل کیدلای.)

د جنوبي کوریا ولسمشرې چې نن د خپل حکومت د لوړ رتبه چارواکو په غونډه کې خبرې کوله زیاته کړه:


(حکومت به پرته له دې چې د چا رتبې ته پام وکړي، د دې پيښې عاملین په جنایت تورن کړي.)

ویل کیږي، چې د پيښې پرمهال د بیړۍ چلوونکی او نور مامورین دومره وارخطا شوي وو، چې نه دي توانیدلي چې په سم وخت مسافرین له بیړۍ وباسي.

د بیړۍ چلوونکی او شپږ کارکونکي نیول شوي.

پر دوي د مسافرینو د ژوند په ژغورلو کې د ناکامي او د انسانانو له ژوند سره د بې پروايي تور لګیدلی دی.
XS
SM
MD
LG