د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

محسني: د۶۳ مرکزونو او ۱۳ محلونو رایې باطلې اعلان شوې


د جمهوري ریاست د قسمي نتایجو د دوهم پړاو له اعلان نه یوه ورځ وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په یوشمېر ولایتونو کې د ځینو مرکزونو او محلونو د رایو له باطلولو خبر ورکړ.

د دې کمېسیون ویاند نادر محسني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې؛ د دوی د ولایتي کمیسیونونوله څیړنو وروسته د۶۳ مرکزونو او ۱۳ محلونو رایې باطلې اعلان شوې.

ښاغلي محسني وویل چې، په دومره وخت کې یادو کمېسیونونو په ولایتونو کې څه باندې ۱۳۰۰ شکایتي قضیې فیصله کړې.

"ولایتونو کې په ټولیز ډول ۱۳۱۱ مورده شکایتونه څیړل شوي او فیصلې ورباندې شوې، په مجموع کې د ولایاتو د شکایتو کمېسیونو د۶۳ مرکزونو او ۱۳ محلونو رایې باطلې اعلان کړې؛ چې له دې جملې څخه د ۳۸ قضیو د استناف غوښتنه کړې."

د انتخاباتي شکایتو کمېسیون وايي؛ هغه رایې چې باطلې اعلان شوې په پنجشیر، بامیان، پکتیا، پکتیکا، خوست، بدخشان، تخار، بلخ او هرات ولایتونو پورې اړه لري.

ښاغلي محسني وویل، په ولایتونوکې د شکایتونو څیړلو پروسه پای ته رسېدلې؛ خو په مرکز کې د هغوی قضیو دعوه ادامه لري چې؛ د استیناف غوښتنه یې شوې ده.

"د یکشنبې له ورځې وروسته د ولایاتو کمېسیونونه فیصله نه شي کولای؛ د هغو قضیو په اړه چې اوس هم شته که په الف کټه ګورۍ که بې او که په ج ګټه ګورۍ کې دي؛ د تفتیش او له سره شمېرلو حق لري؛ فیصله به یې مرکزي کمېسیون ته پریږدي."

له دې نه وړاندې هم دانتخاباتي شکایتو کمېسیون ویلي وو چې؛ دوی ته د سپارل شویو مستندو شکایتونو له جملې څخه ۸۹۰ مورده یې د دې کمېسیون د طرزالعمل مطابق په لومړۍ کټه ګورۍ کې ځای لري.

همدرانګه یاد کمېسیون ویلي، د دې احتمال شته چې د شکایتونو څیړل او نتایج به د جمهوري ریاست انتخابات متاثر کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG