د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۹

په سعودي کې به د لوړې ودانۍ "برج المملکه" د جوړولو کار پیل شي


ټاکل شوې چې ډير ژر په سعودي عربستان کې د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ برج المملکه [Kingdom Tower] د جوړولو کار پیل شي.

برج المملکه به د متحده عربي اماراتو له برج خلیفه د نړۍ د ترټولو لوړې ودانۍ حیثیت واخلي.

د العربیه خبري اژانس په حواله، پر دې تعمیر به چې د سعودي عربستان په ساحلي ښار جده کې پلان شوی، تر یو ملیارد ډالرو زیاتې پيسې مصرف شي.

د سره سمندرګي پرغاړه دا ودانۍ به تر وریځو لوړه وي، پلان شوی چې یو کیلومتر [زر متره] ارتفاع به لري نو تر برج خلیفه به یوسل او اتیا متره زیاته لوړه وي.

http://www.youtube.com/watch?v=WS7FUdCTeIw

سعودي چارواکو ویلي، د جدې په زړه کې د دې ودانۍ د جوړولو لپاره به لږ تر لږه پينځه میلیونه او اوه سوه زره ټنه متر مکعب سمنټ او اتیا زره ټنه فولاد ته اړتیا وي.

د برج المملکه په پلان کې د پينځو ستوریو [Five Star ] هوټلونو، اپارتمانونو ، دفترونو او د ستوریو د مطالعې او څارنې د خاصو ځایونو ترتیبات نیول شوي دي.

خو انجینیران د برج المملکه په ودانولو کې د یو لړستونزو یادونه هم کوي.

د ګوردون ګیل مهندسي شرکت چې د برج المملکه ډيزاین يې جوړ کړی وايي، چې دا ودانۍ دوه سوه منزله پلان شوې نو لوړو پوړونو ته به د سمنټ او فولادو لیږدول ګران کار وي.

بله مساله د سره سمندرګي تروې اوبه او په لوړه ارتفاع کې د باد شدت دي.

ټيلیګراف خپرونه وايي، د برج المملکه طراحان د داسې موادو د غوره کولو لپاره څیړنې کوي چې د سره سمندرګي د تروو اوبو او په لوړه ارتفات کې د باد د شدت په وړاندې د ودانۍ مقاومت زیات کړي.
XS
SM
MD
LG