د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۲

"یو شمېر وکیلانو د لوړو زده کړو وزیر په بې کفایتۍ تورن کړ"


د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د کانکور په ازموینه کې پراخ تقلب د دې سبب شوی چې؛ په زرګونه کسان د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پیدا نه کړي.


وروسته له هغې چې د۱۳۹۲ کال د کانکور ازموینې د شفافیت په اړه شکایتونه زیات شول؛ ولسي جرګه د دوشنبې په روځ د لوړو زده کړو وزیر خپلې استجوابیه غوندې ته وروغوښت.

یو شمېر وکیلانو د لوړو زده کړو وزیر په بې کفایتۍ تورن کړ.

د ولسي جرګي غړی رمضان بشر دوست وايي چې؛ د ۱۳۹۲ کال د کانکو په ازموینه کې د لوړو زده کړو وزارت د لوړپوړو چارواکو له لوري تقلب شوی:

"په دې ازموینه کې د لوړو زده کړو وزرات لوړ پوړو چارواکو له خوا په پراخه کچه درغلۍ شوي؛ ولې تراوسه زموږ یو لکو ۲۸ زره محصلین دولتي پوهنتونونو ته لاره نه ده پیدا کړې؟ ځکه چې موږ یوه بې کفایته وزیر لرو، چې تراوسه نه دی توانیدلی کومه بودجه چې ورته ځانګړې شوې؛ پوهنتون جوړ کړي."

یوه بل وکیل میربت خان منګل وویل؛ داچې ځینو زده کوونکو په کانکور کې لوړې نمرې وړې؛ نو د تبدیلي چانس نه ورکول کیږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې ۱۳۹۲ لمریزکال د کانکورنتایج اعلان کړل.

دغه وزارت وايي، په دې ازموينه کې د دوولسمو ټولګيو تر دوه لکه او پنځه ویشت زره زياتو فارغانو برخه اخيستې وه؛ چې له دې ډلې ٥٥زره زده کوونکي بېلابېلو پوهنتونو ته بريالي شوي، ٥٥ زره نور د نيمه لوړو زده کړو موسسو او ٢٥زره تنه نور په تخفيف سره د خصوصي تحصيلاتو مرکزونو ته بريالي شوي دي.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید په کانکور کې شوې درغلۍ رد کړې او ویې ویل پلان لري، په راتلونکي کې په کانکور کې د شفافیت په هدف د کانکور کمېټه پراخه او خپلواکه کړي.

ښاغلي عبید ولسي جرګې عمومي غوڼدې ته په وینا کې وویل؛ سږ کال د کانکور کمیټې تشکیلات له ۲۴ تنو څخه ۵۴ تنو ته رسیدلی.

"د سږ کال د کانکور ازموینه پوره شفافیت سره اخیستل شوې؛ دا یوه ملي پروسه ده، په کومو ځایونو کې چې زموږ منتخب پلاوي ویلي چې؛ تقلب شوی، موږ هلته امتحان باطل اعلان کړی او دویم واري مو ازموینه اخیستې."

سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت وایي چې؛ سږکال یې د کانکور آزموینه په شفافه توګه اخیستې؛ خو د کانکور د آزموینې پرمهال په ځینو ولایتونو کې د درغلیو ډیر راپورونه خپاره شول.

په ازموینه کې د روڼتیا نشتوالی، د ازموینې کمېټه کې فساد، له اکاډیمیکو معیارونو سره د ازموینې د پوښتنو نه مطابقت او د هغه کمپیوټري سیسټم نه خوندیتوب، چې د ځوابونو د کتلو لپاره کارول کېږي، د کانکور ازموینې په بهیر کې لویې نیمګړتیاوې شمېرل کیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG