د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د امریکا مرستیال ولسمشر کیېف ته تللی


د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن کيېف ته په خپل دوه ورځني سفر کې له موقت ولسمشر اليکساندر تورچينوف، صدر اعظم ارسينيي ياڅينيوک او د پارلمان له يو شمېر غړيو سره و.

سپينه ماڼۍ وايي چې، بايډن به پر دې خبرې وکړي چې؛ نړېواله ټولنه به د اوکراين په بيا رغونه کې هلې ځلې وکړي. دا خبرې به د اوکراين اقتصاد ښه کولو، د برېښنا سمولو او په ختيځ اوکراين کې بيلتون غوښتونکو ځواکونو په هکله وي.

روسيې او اوکراين د اپريل په ۲۰مه د اوکراين په ختيځ ښار سلېويانسک کې پر يو او بل د جګړې تور لګولي دي. په دې پېښه کې لږ ترلږه درې تنه په يوه پوسته کې چې د روسيې پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا جوړه شوې وه؛ وژل شوي ول.

د ايسټر، چې د عيسويانو مذهبي ورځ ده، په خطبه کې په واتيکان کې د کاتوليکانو ستر مشر پادري فرانسس په اوکراين کې د جنګ بندي غوښتنه وکړه. د ايسټر په ورځ د اپريل په ۲۰مه په کيېف کې د سېنټ نيکولس کليسا کې د اوکراين صدراعظم ارسيني ياڅينیوک ژورنالستانو ته وويل:

"دا لومړي ځل دی چې، اوکراين د ايسټر په ستره ورځ له داسې پلانونو سره مخ دی چې؛ دا هېواد مات او له منځه يوسي. خو په دې مقدسه ورځ، زه غواړم ټولو ته ډاډ ورکړم چې که موږ متحد واوسو، رڼا به پر تياره بري يوسي او اوکراين به بيا راپورته او ژوندی شي."

د راپورونو له مخې، روسيه پلوه ځواکونو د سلېويانسک په شمول د لسو نورو داسې سيمو چې روسي يې ژبه ده؛ کنټرول په خپل لاس کې اخيستي دي.

تمه وه چې، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان يا (OSCE) څارونکي د اپريل په ۲۰مه د ختيځ اوکراين په سيمه کې د يوه نوي نړيوال پلان د پلي کولو لپاره ورشي. دا پلان د دې لپاره و چې؛ غير قانوني وسله وال ګروپونه مات او د دې ګروپونو له خوا دولتي ودانيو نيول ختم کړي. دا پلان په جنيوا کې د اپريل په ۱۷مه د اروپايې اتحاديې، روسيې، اوکراين او امريکا له خوا لاسليک شوي
XS
SM
MD
LG