د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

په ننګرهار کې د کوکنارو کښت حاصل ته نږدې شوی


د تېرو کلونو په څير سږ کال هم د ننګرهار په شاوخوا شپاړلس ولسواليو کې د کوکنارو کښت شوی.دغه کښت اوس په ګلانو راغلی او په راتلوونکو څو اونیو کې به غوټۍ تولید ته برابرې شي.

یو شمېر بزګران وايي، چې په تېرو وختونو کې د افغان دولت لخوا له دوی سره مرستې نه دي شوي او د اقتصادي ستونزو له امله مجبوره شوي،چې پر خپلو ځمکو دا کښت وکري،یو شمېر نور د سیمې اوسیدونکي بیا د کوکنارو په کښت کې خپله دولتي چارواکي ملامتوي او په خبره ځينې کسان له یوې خوا د دولت معاش اخلي او بلخوا بیا پر خپلو ځمکو يې کوکنار کرلي:

"بزګر: کمک، چې راشي چارواکي یا ملکان يې جیب ته اچوي،خلک څه وکړي،مجبوره دي د غریبۍ له وجه کري.
بصیراحمد:خپله دولت بې پروا دی،ښه پوهیږي،چې معلمان او مامورینو هم په خپلو سیمو کې په ځمکه کوکنار کري،هلته تنخواوې اخلي او دلته يې بیا کوکنار کرلي.

دولت باید ولس سره مرستې وکړي،ځکه ټولو د اقتصادي مشکلاتو له وجه نه کرلي دي"


خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي،دوی په پام کې لري،چې د ثور د میاشتې پیل سره سم به د کوکنارو کښت د اړولو کمپاین پيل کړي.

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال وايي،دوی له امنيتي ارګانونو او ولسوالانو سره ګډه ناسته ترسره کړي،تر څو په هغو سیمو کې،چې کوکنار کرل شوي د اړولو کمپاین پيل کړي:

"موږ ته تقریبا د شپږ سوه هکټاره ځمکې ټارګېټ د وزارت لخوا راکړل شوی،چې باید سږ کال په ننګرهار کې واړول شي،موږ په همدې خاطر له قومندانانو او ولسوالیو سره ناستې وکړې،چې کرل شوي کوکنار واړول شي،د د کوکنارو د اړولو رسمي کمپاین د ثور په لومړی ورځ به پيل شي"

که څه هم رسمي سروې نه ده شوې،ولې ویل کیږي،چې د ننګرهار په شپاړلسو ولسوالیو کې په زیاته اندازه کوکنار کرل شوي او ډيری هغه سیمې دي،چې هلته د ناامنۍ ټغر خور دی.

د یو شمېر کتوونکو په اند،که چېرې افغان دولت په تېرو کلونو کې له بزګرانو سره د تخمونو،د اوبو د بندونو او د دهقانۍ په برخه کې نورې مرستې شوې وای نو بزګرو به په خپله ځمکه د کوکنارو کښت ته زړه نه وای ښه کړی.

ننګرهار: شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG