د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

"په افغانستان کې باید د ایران د خیریه موسسو فعالیت بند شي"


د افغانستان مشرانو جرګې په ایران کې د څو تنو افغانانو د اعدامولو په غبرګون کې له حکومت نه وغوښتل چې؛ په افغانستان کې د ایران د ټولو خیریه موسسو د فعالیت مخه ونیسي.

د دې جرګې یو شمېر غړیو د یکشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې؛ یو شمیر ایراني موسسې په افغانستان کې د خیریه موسسو په نوم د هغه هېواد استخباراتي ادارو ته کار کوي.

مشرانو جرګې په ایران کې د شپږو تنو افغانانو اعدامول وغندل او د هغه هېواد له حکومت نه یې وغوښتل چې؛ افغانانو ته د کوم جرم په سزا ورکولو کې له افغان حکومت سره همغږي ولري.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د ایران حکومت څلور تنه افغانان د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام کړي دي.

خو د تخار ولایت چارواکو بیا آزادي راډیو ته وویل چې؛ د ایران حکومت شپږ تنه افغانان اعدام کړي دي.

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان په ایران کې د افغانانو اعدامول له نړیوالو قوانینو سرغړونه او غیر انساني سزا وبلله.

د ایران په چارو کې د بښنې نړیوال سازمان څیړونکې بهارې دیویس آزادي راډیو ته وویل چې؛ په ایران کې له افغان زندانیانو سره ډیر ناوړه چلند کیږي.

"په ایران کې له افغانانو سره تبعیض کیږي او ښایي چې په هغو شرایطو کې مالي منابعو ته لاس رسی ونه لري.

په ټوله کې افغانان په قضايي سیستم زیان منونکي دي او حتی له هغوی سره له معمولي توګې نه هم په ټيټ ستنډرډ چلند کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې خبر شوی چې؛ یو شمېر افغان تورن کسان چې اعدام شوي حتې محاکمه شوي نه دي."


دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې افغان زندانیان اعدامیږي؛ بلکې تر دې مخکې مخکې لسګونه تنه افغانان په هغه هېواد کې اعدام شوي دي.

خو د لومړي ځل لپاره د مشرانو جرګې د رایو په اکثریت سره پریکړه وکړه او له حکومت نه یې وغوښتل چې؛ په افغانستان کې د ایران د خیریه موسسو د فعالیت مخه ونیسي.

دا چې په افغانستان کې څومره ایرانۍ موسسې فعالیت لري او آیا حکومت به یې د فعالیت مخه ونیولی شي کنه هڅه مو وکړه د اقتصاد وزارت نظر واخلو خو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG