د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

اغا جان معتصم یا کابل او یا ترکمنستان ته انتقالیږي


د افغانستان د سولې د عالي شورا ځینوغړو تایید کړه چې؛ افغان حکومت غواړي آغاجان معتصم کابل او یاهم ترکمنستان ته انتقال کړي.

د دې شورا یوه غړي چې ویې نه غوښتل نوم یې څرګند شي؛ آزادي راډیو ته وویل، د سولې د عالي شورا د دارالاانشا رییس او د جمهوري ریاست یو لوړپوړی چارواکی د ښاغلي معتصم د انتقال لپاره څو ورځې وړاندې دوبۍ ته تللي و.

ده څرګنده کړه چې، لاتراوسه ده ته هم نه ده معلومه چې ایا آغاجان معتصم کابل ته راوستل شوی او که ترکمنستان ته بول شوی دی.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا غړي مولوي قلم الدین د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ ښاغلی معتصم په طالبانو کې ډیر نفوذ لري او کولای شي د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

"آغاجان معتصم له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې؛ دی ترڅه موده مخکې د هغوی په لیکه کې و. ده له طالبانو سره ښې اړیکې درلودې او کولای یې شول چې، د سولې په برخه کې ښه رول ولوبوي.

غالباً په همدې علت په دوبۍ کې نظر بند شو ترڅو د ده د فعالیت مخه ونیول شي."


مولوي قلم الدین وویل چې، د سولې د خبرو لپاره تر ټولو ښه ځای افغانستان دی ځکه د ده په خبره په هېواد کې د سیمې استخباراتي کړۍ نه شي کولای چې؛ د دې پروسې مخه ډپ کړي.

آغاجان معتصم د یوه پلاوي په مشرۍ څه موده مخکې دوه ځلې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې وکړې او داسې راپورونه هم خپاره شول چې؛ ډېر ژربه بیاهم د دې خبرو لړۍ پیل شي.

خو ښاغلی معتصم څو ورځې مخکې په متحده عربي اماراتو کې لادرکه شو او وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا تایید کړه چې؛ هغه په متحده عربي اماراتو کې نظربند شوی دی.

په همدې حال کې د سیاسي چارو څیړونکی احمد سعیدي وایي چې؛ ښاغلی معتصم د پاکستان د استخباراتواو وسله والو طالبانو د فشارونو له امله په متحده عربي اماراتو کې نظر بند شوی و.

دی وایي، ګمان نه کوي چې آغاجان معتصم وکولای شي؛ له ترکمنستان نه لکه څنګه چې لازمه ده؛ د سولې هلې ځلې پرمخ بوځي:

"هغه معلومات چې زه یې لرم ممکن هغه نن یا نن شپه کابل ته راشي.

دی به ترهغې په کابل کې وي چې؛ په ترکمنستان کې ده ته د فعالیت کولو زمینه د حکومت له لوري برابره شي.

زه په دې باوریم چې آغاجان معتصم د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو له سلا مشورې پرته راغلی او هرڅوک چې د هغوی له مشورې پرته د سولې خبرې اترې پیل کړي؛ په یوې سوځیدلې مهرې بدلیږي."


آغاجان معتصم د طالبانو د رژیم پرمهال د مالیې وزیر و؛ دی له څه مودې راهیسې لومړی په ترکیې او بیا په متحده عربي اماراتو کې اوسیده.

سره له دې چې دی د وسله والو طالبانو په لیکه کې ډېر نفوذ لرونکی بلل کیږي؛ خو وسله والو طالبانو له مخکې نه ویلي چې؛ ښاغلی معتصم د دوی استازیتوب نه شي کولای.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG