د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

په کابل کې د معلولینو لپاره لومړنی ملي انسټیټیوټ پرانیستل شو


په کابل کې د معلولینو لومړنی ملي انسټیټیوټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا پرانیستل شو.

دا لومړی ځل دی چې، افغان حکومت په هېواد کې د معلولینو د روزنې لپاره یو ملي انسټیټیوت جوړوي چې په هغې کې به معلولینو ته په بیلابیلو برخو کې زده کړه ورکول کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي د یکشنبې په ورځ د معلولینو لپاره د ملي انسټیټیوت د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې؛ دغه مرکز به د معلولینو لپاره د حرفه یي زده کړو او کار موندنې په برخه کې مناسب ځای وي.

"دا انسټیټیوټ چې پرانیستل شو، هم په بیلابیلو برخو کې هغوی ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي او هم هڅه کوي چې، معلولو کسانو ته د ټولنې د نورو وګړو په څېر چاپیریال جوړ کړي.

د دې بودجه څه باندې شپیته میلونه افغانۍ وه چې: پنځه ډیپارټمنتونه لري.
فزیکي ډیپارټمنټ، د اورېدو ډیپارټمنت، د ړندو کسانو ډیپارتمنټ او د معلولو کسانو لپاره د عدالت غوښتلو ډیپارتمنټ."


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د معلولینو په ملي انسټیټیوت کې به د کلینیکي خدماتو، د وړتیاوو لوړولو، اشارې ژبې، بریل لیک، په وخت سره د واقعاتو د کشف خدمات او معلولو کسانو ته د مشورې ورکولو په برخو کې معلولینو ته روزنه ورکول کیږي.

د معلولینو ملي انسټیټیوت د څه باندې یو شپيته میلونه افغانیو په ارزښت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پراختیايي بودجې نه جوړ شوی دی.

د دې انسټیټیوټ د پرانیستې په مراسمو کې یو شمېر معلولو کسانو د حکومت دا کار وستایه؛ خو ویې ویل چې، معلولینو ته یوازې دا یو مرکز کفایت نه کوي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ټول ټال دوه اعشاریه اوه فیصده کسان معلول دي.

خو اکثره معلول کسان وايي چې؛ له په ژوند کې د فقر، بې کارۍ، بې سرپناهي او نورو ستونزو سره مخ دي او د حکومت له خوا یې سم لاسنیوی نه کیږي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې؛ په پام کې لري، څو د معلولینو د ملي انسټیټوټ د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه په ټول هېواد کې پرانیزي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG