د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

څیړونکي: د پاکستان د خلکو او سیاسي ډلو نظرونه د افغانستان په اړه بدل شوي


ځینې افغان کتونکي په دې باوردي چې؛ د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاسي ډلو او عامو خلکو په نظر کې مثبت بدلون راغلی او هغوی هڅه کوي چې؛ په دې هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شي.

دوی وایي، د پاکستان هغه سیاسي ډلې چې په اپوزیسیون کې دي؛ د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ او استخباراتو له دوه ګوني سیاست سره مخالف دي او وایي چې، له دې امله پاکستان هم نا امنه شوی دی.

د سیاسي چارو څیړونکي حاجي سید داوود د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې په پاکستان کې ناخوالو او امنیتي ستونزو دا ذهنیت پیدا کړی چې؛ باید اسلام آباد د کابل په چاروکې له لاس وهنو او ناسم سیاست نه لاس واخلي:

"له نیکه مرغه اوس د پاکستان خلک اوسیاسي ډلې دې نتیجې ته رسیدلي چې؛ د پاکستان پوځ او استخبارات باید د سړې جګړې پالیسي په افغانستان کې بدله کړي.

اوس په افغانستان کې د نوي ولسمشر، رسنیو او مدني ټولنو دنده دا ده چې؛ دا ډول غږونه له دې ځای نه هم پور ته شي. ترڅو دواړه غږونه سره یوځای او په افغانستان او پاکستان کې سولې او ثبات ته فضا برابره شي."


دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې؛ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د اپوزسیون غړیو وویل؛ که چېرته د پاکستان حکومت اساسي قانون ته درناوی کوي؛ نو له ټولو افغان یاغي ډلو سره باید اړیکې پرې کړي.

سناتور فرحت الله بابر چې مخکې د جمهور رییس آصف علي زرداري ویاند هم و څرګنده کړې چې؛ پاکستان باید له خپلو ګاونډیو او نورو هېوادو سره دوستانه روابط ولري او د یوه بل په چارو کې لاس وهنه ونه کړي.

د پاکستان د مشرانو جرګې بل غړي افراسیاب خټک آزادي راډیو ته وویل چې؛ ده او د بلوچستان ایالت یوه سناتور ښاغلي بزنجو هم ویلي چې؛ د افغانستان په اړه باید د پاکستان پخوانی سیاست بدلون ومومي.

د پاکستان دې سناتورانو دا څرګندونې د جمعې په ورځ د هغه هېواد د صدراعظم د نړیوالو چارو او ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز په حضور کې کړي دي.

په همدې حال کې د امنیتي او دفاعي چارو افغان څیړونکی صدیق الله ساحل که څه هم د پاکستانیو سناتورانو دا څرګندونې مهمې بولي؛ خو وایي چې، په هغه هېواد کې ټولې پریکړې د پوځ او استخباراتو په لاس کې دي:

"په پاکستان کې داسې سیاسي جریانونه شته؛ د هغه هېواد په مشرانو جرګه کې هم هغوی څوکۍ لري؛ خو هغوی ډېر کمزوري دي.

دوی نه یوازې اوس بلکې تردې وړاندې یې هم په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره په ورته توګه غږونه پورته کړي؛ خو هېڅ اغیزې یې نه لرلې؛ ځکه چې د پاکستان پر سیاسي فضا پوځ او استخبارات واکمن دي."


کابل تل پر اسلام اباد تور لګولی چې؛ د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او په دغه هېواد کې یې نیابتي جګړه پیل کړې ده؛ ولسمشر کرزي هم څه موده مخکې څرګنده کړه چې؛ په افغانستان کې سوله لومړی د امریکا اوبیا د پاکستان په لاس کې ده.

خو اسلام اباد دا تورونه چې ګوندی له تروریزم او افراطیت نه ملاتړ کوي؛ تل رد کړی او ویلې یې دي چې، پاکستان هم د تروریزم قرباني دی.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG